طالبانو په هلمند کې څه باندې ۹ زره کیلو ګرامه نشه‌یي توکي وسوځول

پرون

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه او څو ولسوالیو کې د تېرو پنځه میاشتو عملیاتو پرمهال نیول شوي ۹۴۶۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي یې سوځولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په یادو نشه یې توکو کې شیشه، هیروین، چرس، تریاک، هاک، نوشادر، تیزاب او نور کیمیاوي مواد شامل وو.

طالبانو ویلي، چې د یادو نشه یې توکو د قاچاق او کاروبار په تړاو یې له ۱۰۰ څخه ډېر کسان نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو