د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان: پاکستان او ایران دې د افغان خبریالانو نیول ودروي

۱۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان په پاکستان او ایران کې له مېشتو خبریالانو سره په انلاین غونډه کې، یو ځل بیا له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو جبري اېستل دې ودروي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان نن شنبه د «زمري ۱۸مه» په یوې رسنیزې اعلامیه کې لیکلي، چې د یاد سازمان له خوا په ایران او پاکستان کې مېشتو خبریالانو سره انلاین غونډه ترسره شوې ده. په دې ناسته کې ګډونوالو خبریالانو د ویزو د نه تمدید کېدو، د پولیسو لخوا د سفارتونو او نړیوالو سازمانونو رسمي لیکونو نه منل، د امنیتي فشارونو او محدودیتونو زیاتوالی او همدارنګه د ستونزمن اقتصادي او قانوني وضعیت په څېر ستونزې یادې کړې دي.

د سازمان په وینا، په وړاندیزونو کې د نړیوالو سازمانونو لخوا د مدافع وکیلانو د ګمارلو لپاره مالي ژمنې، د خبریالانو د ملاتړ لپاره د پاکستاني او ایراني چارواکو سره همغږي، د ځانګړي ملاتړ فنډ رامینځته کول، د اعتبار وړ پیژندپاڼو کارتونو صادرول، د ځانګړو روزنیزو کورسونو ترسره کول شامل دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان په نړیوالو سازمانونو او پر ځینو هېوادونو غږ وکړ،چې د ویزو په ورکولو او ملاتړ کې سمدستي او موثر اقدامات وکړي.

یاد سازمان په ملي او نړیواله کچه د افغان خبریالانو د ستونزو په تعقیب ټینګار وکړ.

د پاکستان او ایران حکومتونو د خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو، د ښځو د حقونو فعالانو او پخوانیو سرتېرو په ګډون په زرګونه افغان کډوال هره ورځ په جبري توګه باسي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د ډله‌ییزو اېستلو په اړه خبرداری ورکړی او د مرستې د پراخولو لپاره یې د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې له څلور میلیونو څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو