د نشه يي توکو پر هر ډول استعمال او کاروبار د طالبانو له بنديز وروسته یو شمېر طالبان او د تاریاکو پخوانيو قاچاقبرانو اومان (اېفېډرا) د کرېسټال نشه د تولید لپاره غوره سرچینه بللې او په پراخ ډول یې ورته مخه کړې ده.

که څه هم طالبان له نشه يي‌ توکو سره د مبارزې خبرې کوي؛ خو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښيي، چې یو شمېر طالب چارواکي او سیمه ييز قومندانان د اومان په دې نوي کاروبار کې ښکېل دي.
پر نشه يي توکو د طالبانو له بندیزونو وروسته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په کندهار، هلمند، فراه، زابل، غور او ارزګان کې له ۴۰ ورځو پرله پسې تعقیب وروسته د خپلو سرچینو له لارې موندلي، چې لا هم په دې ولایتونو کې د اومان بوټي د راټولولو او ایپډرین استخراج پټ مرکزونه فعاله دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، دا یوه نوې صنعتي نشه ده چې د طالبانو تر سیوري لاندې پر مخ روانه ده.
په سوېل کې یو شمېر کروندګر وايي: «د طالبانو ځیني قوماندانان د ایپډرین تولید او قاچاق ته اجازه ورکوي، یا له دې شبکو مالیات اخلي.»
ایفډرا (Ephedra) چې په سیمه ییزه توګه د اومان په نوم پېژندل کیږي یو بوټی دی، چې د افغانستان په مرکزي او سوېلي غرنیو سیمو په خاص ډول غور، دایکنډي او ارزګان کې په طبیعي ډول وده کوي، چې اوس په افغانستان کې په چټکۍ سره د کرېسټال په صنعت کې په یو مهم عنصر بدل شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا مواد د نیمروز، فراه او بلوچستان له لارې ایران، ترکیې او تر دې دمه اروپا ته هم رسېږي.
د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د یوه فرمان له مخې د نشه يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز ولګاوه؛ خو له دې سره سره ګاونډيو هېوادونو په وار-وار ویلي، چې له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق ډېر شوی دی.
که څه هم نړۍ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تریاکو له کښت او قاچاق سره اشنا ده، خو اوس بیا یوه نوې نباتي نشه‌ يي سرچینه د نړۍوالو او سیمه‌ ییزو اندېښنو لامل شوې ده
سرچينې وایي، چې د تاریاکو د بندېدو له کبله د اومان قاچاق په وروستيو کلونو کې دومره پراخ شوی، چې د نشه یي توکو د نړۍوالو څارونکو ادارو پام یې ځان ته اړولی دی.

د اومان ګټه څوک وړي، کروندګر که قاچاقبر؟

د طالبانو تر واک لاندې په لرو پرتو سیمو کې د خدماتو نشتوالی، بې‌کاري، د اصلاح شویو کښتونو په برخه کې له بزګرو سره د مرستې نه کول او د لرو سیمو د یوه پراخ نفوس له پامه غورځول او له امکاناتو لرې ساتل د دې لامل شوی، چې کلیوال او کروندګر کوکنار د خپلو عایدو یوه مهمه سرچینه وبولي.
پر کوکنارو د طالبانو بندیز زرګونو بزګرانو او کروندګرو ته اقتصادي ضربه ورکړې او اوس په ډېرو لرو سیمو کې کروندګرو د اومان بوټي ټولولو ته مخه کړې.
د روزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي امان الله د دې بوټي په اړه وايي: «اومان بوټی په غرونو کې په طبیعي ډول شین کېږي، کرنه، اوبه یا خاص زحمت نه غواړي. خلک یوازې غرونو ته ورځي، دا راټولوي، وچوي او بیا یې منځګړي یا قاچاقبران پېري، همدا سادګي او چټکه ګټه ده چې بزګران یې دې کار ته هڅولي دي.»
کروندګر باور لري، چې د اومان بوټي راټولول یوه پټه خو فعاله سوداګري ده، چې د دوی په خبره د دې بوټي تقاضا ورځ تر بلې لوړېږي او د نشه يي توکو پټه اقتصادي کړۍ یې پیاوړې ساتلې.
حاجي امان الله وايي، چې په بازار کې د وچ شوي اومان بیه شاوخوا ۴ سوه افغانۍ ده او ورځنۍ تر لاسه شوي عواید یې تر نورو کرنیزو کارونو ډېر لوړ دي.
نوموړی وايي، چې ډېری وخت ماشومان، ځوانان او حتی ښځې هم په غرنیو سیمو کې دغه بوټي راټولوي.
د کوکنارو او نورو نشه يي‌ توکو د کښتونو په څېر د اومان بوټي ګټه هم تر ډېره د کروندګرو او کلیوالو پر ځای قاچاقبر تر لاسه کوي.
همدغه کلیوال سپین ږیری امان الله وايي: «د کوکنارو د کښت ګټه هم بزګرانو نه، قاچاقبرو او ټولوونکو تر لاسه کول، لویو کاروبارویانو ته یې ډېره ګټه رسېده، موږ بزګران چې تر مصرف شوي عواید چې لږ ګټه به پاتې شوه موږ به خوښ وو، خو د اومان ګټه دا ده، چې کر، کښت او مصرف نه غواړي خو بیا یې هم ډېره ګټه قاچاقبر او ښکېلو لویو کسانو ته رسېږي.»
د امان الله په خبره، له تېر یوه کال څخه د فقر د زیاتېدو، محدودو اقتصادي فرصتونو او د نشه يي‌ توکو د نړۍوالې تقاضا له کبله زیات بزګران اومان د بدیل عاید په توګه استفاده کوي.

اومان اقتصادي سرچینه که یو بل ناورین
د سوېلي ولایتونو اوسېدونکي وایي، چې اقتصادي ستونزو، بې کاري او د کوکنارو بندیز دوی دې ته اړ کړي، چې د اومان راټولولو ته مخه کړي.
سرچينې وايې، چې د هلمند، روزګان، غور، دایکنډي، کندهار، بامیان او فراه ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې دا کاروبار ورځ تر بلې پراخېږي.
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ یو اوسېدونکی اسدالله چې د اومان د پروسس یوه کارخانه لري، وایي چې د کوکنارو له بندیز وروسته دا نوی کاروبار د خلکو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې.
نوموړی زیاتوي: «د هلمند هر کس اوس په دې کاروبار اخته دی، که له ۵ څخه تر ۷ لکه افغانیو ولګول شي، دوه میاشتې وروسته دوه برابره جوړوي، ډېر ساده کار دی، یوه ژرنده، یو لوښی او څو بېلره بسنه کوي.»
د اسدالله په خبره، د دې کاروبار اسانتیا او ګټه دومره ده چې عام خلک له غرونو څخه اومان راټولوي او بیا یې د نشه‌ يي توکو کاروباریان په ټیټه بیه اخلي.
نوموړی وايي: «دا بوټی بیا د ساده تېزاب، اوبو او حرارت له لارې د ایفیډرین په ماده بدلېږي، چې له هغه وروسته ترې شیشه یا کرسټال جوړېږي.»
د روزګان ولایت یو اوسېدونکی ندا محمد وايي، دا بوټی اوس د سیمې د خلکو لپاره د یوې ورځنۍ مزدورۍ یا عاید سرچینه ګرځېدلې.
ده وویل: «د اومان راټولولو کار دومره زیات شوی چې خلک هره ورځ څلور یا پنځه کسان ګوماري، چې له غرونو دا بوټی راټول کړي، د ورځې له زرو تر دوه زرو افغانیو پورې پیدا کوي، دا ښه کاروبار دی، ځکه ډېر خلک پکې مصروف شوي دي.»
د کندهار له لرې پرتو ولسواليو نېش، میانشین، خاکرېز او یو شمېر نورو سیمو څخه هم معلومات تر سره شوي، چې ډېری سیمه ییز اوسېدونکي د اومان په راټولولو بوخت دي‌ او یو شمېر سیمه ییز قومندانان یې همکاري کوي.
د کندهار د نېش ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالله په دې اړه وايي: «د اومان پاڼې وچېږي، ژرنده کېږي، په تېزابو کې شپه پاتې کېږي، بیا اېشول کېږي، یو ډول ژېړ ځګ پیدا کوي، چې له هغه نه کرسټال جوړېږي.»
د یوناني بوټو یو پخوانی پلورونکی عبدالعلي چې اوس د نشه‌ يي توکو له کاروبار سره نږدې دی، وایي چې دا بوټی له پخوا د خلکو د ټوخي او زکام لپاره کارېده خو اوس یې بله بڼه خپله کړې.
هغه زیاته کړه: «موږ کلیوال خلک یو، ډاکټر نه لرو، همدا بوټی له پېړیو راهیسې زموږ د کورنیو درمل دي، خو اوس خلک دا بوټی د نشه يي موادو لپاره کاروي، خطرناک شوی خو عاید یې زیات دی.»
د طالبانو د ادارو له خوا بندیزونه هم وخت ناوخته لګول شوي، خو د راپورونو له مخې دغه کاروبار لا هم پټ دوام لري.
د هلمند د سنګین، باغران، موسی کلا، د کندهار د خاکریز، نېش غورک او د روزګان د ګېزاب او خاص روزګان په غرنیو سیمو کې خلک د ورځې له ماسپښینه تر ماښامه بوټي راټولوي، بیا یې پر ټیټه بیه پلوري.
سره له دې چې طالبان وایي، د اومان د تولید مخنیوی یې کړی او پر کارخونو یې بندیزونه لګولي، خو سیمه‌ ییز واقعیتونه بیا بله کیسه کوي.
خلک وایي، له مجبورۍ څخه دا بوټي راټولوي، نشه‌ يي کاروباریان یې پروسس کوي او له افغانستانه بهر ته یې صادروي.
په ټوله کې اومان چې پخوا د زکام او ټوخي بوټی وو، اوس د افغانستان د اقتصادي ناورین، بې کارۍ، جګړې او قاچاقي بازارونو په سیوري کې د یوه نوي نسل ژوند ته بلا ګرځېدلې.


د اومان په اړه د طالبانو دريځ؟
اومان اوس د نشه يي اقتصاد یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې، په دې سوداګري کې تر ډېره د طالبانو سیمه ییز قوماندانان ښکېل دي، چې له امله یې د طالبانو حکومت د دې نوي ګواښ پر وړاندې له سختو ننګونو سره مخ دی.
د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې په تېر یوه کال کې یې د متامفتامین په ګډون د نشه‌ يي موادو د تولید ۱۴۰۰ کارخونې او لابراتوارونه تخریب کړي او نږدې ۱۴ زره قاچاقبران او کاروباریان یې عدلي ادارو ته ورپېژندلي دي.
د دې تر څنګ چارواکي وايي، چې د نشه يي توکو پر ضد د خپلو اقداماتو په ترڅ کې یې د ایفدرایا اومان تولید ۸۰ سلنه راکم کړی.
خو د سیمه‌ ییزو او نړۍوالو ادارو معلومات بیا یو بل انځور وړاندې کوي.
د ایران د نشه يي توکو د مبارزې مشر سکندر مومني چې د نشه يي توکو پر ضد د ملګروملتونو د کمېسیون په غونډه کې یې خبرې کولې، ویلي چې د روان لمریز کال په لسو میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشه يي توکو قاچاق کې شل سلنه زیاتوالی راغلی.
نوموړی زیاتوي، چې دوی د تریاکو د کښت د کمېدو هرکلی کوي، خو لا هم د افغانستان له لورې د مصنوعي نشه‌ يي موادو په ځانګړي ډول متامفتامینو قاچاق دوام لري.
د طالبانو چارواکي بیا ټینګار کوي، چې د نشه يي موادو د قاچاق مخنیوی یې جدي نیولی.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې مشر مولوي عبدالحق همکار وايي، چې د دوی د عملیاتو په ترڅ کې په وروستیو درېیو میاشتو کې نږدې ۸۴ زره کیلوګرامه اومان نیول شوي او ۲۷ د متامفتامین د تولید کارخونې له منځه وړل شوې دي.
په کندهار کې د طالبانو د نشه یي‌ توکو سره د مبارزې ادارې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، دا بوټی د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې په غور، فراه، بامیان،روزګان، هلمند او نیمروز ولایتونو کې له بندیز سره مخ شو، خو لا هم د هغو کسانو له لورې راټولېږي، چې له اقتصادي مجبورۍ یا د نشه يي بازار له تقاضا سره مخ دي.
د ایفدرا پراخ شتون او له هغه نه د متامفتامین د ترلاسه کولو اسانه پروسه د طالبانو هڅې له سترو خنډونو سره مخ کړې دي.
سره له دې چې طالبان وایي د نشه يي توکو د قاچاق، تولید او کاروبار پر ضد مبارزه جدي ده، خو لا هم د نشه‌ يي موادو نړۍوال بازارونه د افغانستان د مصنوعي نشه يي توکو له نفوذ څخه خلاص نه دي.
کارپوهان باور لري، تر هغه چې د افغانستان اقتصادي ستونزې، د قانون حاکمیت، شفافیت او سیمه‌ ییزه همکاري پیاوړې نه شي، د نشه‌ يي اقتصاد د بدیل موندل به یو اوږد او ستونزمن بهیر وي.
شفاف بندیز خو پټ کاروبار؛ د اومان بوټي قاچاق او پروسس کې د سیمه‌ ییزوچارواکو لاس

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په رسمي بڼه د نشه یي توکو پر کر، تولید، استعمال او قاچاق بندیز لګولی او له نړۍوالو سره یې د دغې مبارزې ژمنې تازه کړي، خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو موندنې، سیمه ییزې سرچینې او عیني شاهدان وايي، د اومان په تولید او قاچاق کې د طالب چارواکو، مخکېنیو لویو قاچاقبرانو او د ځینو سیمه ییزو چارواکو لوی لاس دی.
د طالبانو د لومړۍ دورې تر ټولو لوی مالي‌ ملاتړی حاجي بشر نورزی چې د طالبانو په دویمه دوره کې د امریکا له بنده ازاد شوی او اوس کندهار کې اوسېږي، د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا قیوم ذاکر، د ننګرهار والي نعیم بړېڅی، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري مشهور په ګل اغا او د هغه کورنۍ، یو شمېر والیان او سیمه ییزو قومندانانو د نشه یي توکو د تولید، قاچاق او کاروبار په پروسو کې ښکېل دي.
سرچینې وایي، چې اومان نوی کاروبار هم تر ډېره د همدې کسانو کړیو پراخ کړی او غواړي دغه پروسه په پټه خو په پراخ ډول مخ ته یوسي.
که څه هم د طالبانو د نشه‌ یي توکو پر ضد د مبارزې ادارې څو ځله ویلي، چې دوی د اومان پر راټولولو، سوداګرۍ او پروسس بندیز لګولی؛ خو په ډېرو سیمو کې لا هم د اومان بوټي ټولونه او د کرېسټال توليدي کارخونې فعاله دي.
د کندهار د نېش ولسوالۍ یو ځایي اوسېدونکی چې د امنیتي ګواښونو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي:«په سیمه‌ ییزه کچه ولسوالان او قوماندانان د دغه بوټي په قاچاق او پروسس کې رول لري، عام خلک نشي کولای دغه د تولید په ډول استفاده او یا هم وپلوري، خو ځايي چارواکي د خپلو خاصو کسانو په مرسته دغه بوټي راټولوي، دلته یې ژرنده کوي او بیا هغو سیمو ته یې لېږي چې ترې ښېښه جوړېږي.»
د معلوماتو له مخې، د اومان څلور کیلوګرامه له سل تر درې سوه افغانیو پلورل کېږي او له هرو ۳۰ کیلوګرامه بوټي څخه یو کیلو ایفېډرین تولیدېږي.
د طالبانو مرکزي چارواکي پرله‌پسې ادعا کوي، چې دا کاروبار بند شوی، خو د بېلابېلو ولایتونو له دننه داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې دا فابریکې لا هم فعالې دي.
یوه سرچینه وایي، چې د فراه د بکوا ولسوالۍ، د هلمند سنګین، موسی کلا او ګرشک سیمو کې اوس هم د ښېښې د تولید فابریکې فعالې دي.
له دې څرګندېږي، چې طالبان یا له دې کاروباره ناخبره دي چې دا احتمال کم دی، یا یې په شعوري ډول اجازه ورکړې او یا هم دغه فعالیتونه د سیمه‌ ییزو چارواکو له لوري د «اقتصادي ځان‌بساینې» یوه پټه سرچینه ګرځېدلې ده.
د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د طالبانو په منځ کې د نشه‌ يي بوټي اومان د کنټرول او قاچاق پر سر جدي شخړې راولاړې شوي، چې له امله یې وسله‌ والې نښتې هم شوې دي.
عیني شاهدان وایي، د طالبانو دوه ډلې په تېر یوه کال کې څو ځله د کندهار په نېش ولسوالۍ کې یو بل سره جنګېدلي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.
یو ځایي اوسېدونکی په دې اړه وايي: «په تېر یوه کال کې یوازې په نېش ولسوالۍ کې دوه ځله نښته وشوه، د طالبانو یوه ډله هڅه کوي د اومان کاروبار بند کړي، خو بله ډله چې له مرکزه راغلې او له پخوانیو جهادي قوماندانانو سره اړیکې لري، دغه بوټی راټولوي، پروسس کوي او نورو سیمو ته یې وړي.»
دی زیاتوي:«د طالبان تر منځ دا شخړه یوازې د یوه دیني فرمان نه ده، بلکې اوس یوه مالي شخړه ده، یو اړخ یې د شېخ د امر تطبیق ګڼي، بل یې د غنیمت او حلال رزق یوه لاره بولي.»
د سیمې خلک وایي، له کندهار څخه مرکزي ادارې ته څو ځله راپورونه ورکړل شوي، خو د دوی په خبره لا هم د کوم واقعي اقداماتو نښې نه تر سترګو کېږي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو تر منځ د ایفېډرا بوټي پر سر اختلاف یوازې د نېش په ولسوالۍ کې نه، بلکې په نیمروز، هلمند، فراه او ارزګان کې هم شوی.
سرچینې وایي، ځینې وختونه د مرکزي ادارې مداخله هم ځای نه نیسي، ځکه ښکېلې ډلې هره یوه ځان ته دلایل لري.
د نشه‌یي توکو خلاف د طالبانو رسمي سیاست یو مخ ښکاري، خو له ولایتي شواهدو، سیمه‌ ییزو خلکو، اقتصاد او کیمیاوي پروسو څخه څرګندېږي، چې طالبان د اومان په پټ کاروبار کې یا مستقیما ښکېل دي یا یې د «سخت دریځه قانون» تر سیوري لاندې ځینې چارواکي دا تجارت پرمخ وړي.


نړۍوال غبرګون؛ شک او شبهه
سره له دې چې د طالبانو ادارې پرله پسې ادعا کوي، چې د نشه‌ يي توکو پر وړاندې یې بې‌ سارې مبارزه پیل کړې، خو د دې مبارزې اړوند نړۍوال شکونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
تازه معلومات ښيي، چې د افغانستان د مصنوعي نشه‌ يي توکو قاچاق نه یوازې دوام لري، بلکې د ځینو ګاونډیو هېوادونو د رسمي شمیرو پر اساس زیات شوي هم دي.
نړۍوال په ځانګړي ډول د ایران له‌ خوا وړاندې شوي راپورونه د طالبانو هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي، چې وايي د نشه يي توکو پر ضد یې کړي دي.
د ایران د نشه يي توکو ضد ادارې مسوول محمد حسین نازري ‌اصل اعلان کړی، چې په۱۴۰۱کال کې شاوخوا ۷۱۶ ټنه نشه یي توکي نیول شوي دي.
د ایران د نشه يي توکو ضد پولیسو مشر ایرج کاکاونډ بیا ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له مارچ څخه د کال تر پایه شاوخوا ۴۷۰ ټنه نشه‌ يي توکي ضبط شوي، چې دا د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایران د نشه يي توکو ضد مبارزې چارواکي وایي، یوازې د تهران ولایت د امنیتي ځواکونو له خوا د ۲۰۲۵ کال له پيل تر مارچ پورې ۱۹ ټنه نشه یي توکي ضبط شوي چې دا ارقام د هېواد په کچه د نورو ولایتونو له کشفونو سره ښيي چې قاچاق لا هم دوام لري.
د ایران د نشه‌ یي توکو پر ضد د ادارې مشر سکندر مومني په ویانا کې د ملګروملتونو د نشه‌ یي توکو نړۍوال کنفرانس ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي: «یوازې د روان هجري لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشه‌ یي توکو په قاچاق کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی.»


بشري زیانونه؛ ماشومان او د ځوانانو قربانۍ
ځوانان چې له اومان څخه د اېفېډ د استخراج پر مهال د تېزابو بویونه تنفس کوي، له ساه بندۍ، سر درد او حتی فلج سره مخ کېږي.
د سیمې خلک وایي، چې دا کار تر ډېره جبري یا د بېوزلۍ له امله ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د نشه‌یي موادو څار اداره (UNODC) څو ځله خبرداری ورکړی، چې اېفېډرا د یو نوي نشه‌ يي بحران سرچینه ګرځېدلې ده.
د ایران حکومت ادعا کوي، چې د نړۍ د اوپیوم او نورو نشه‌ یي توکو د کشف او نیولو ۸۰ تر ۹۰سلنه یې دوی تر سره کوي او هر کال یې لویه برخه له افغانستانه وارد شوي توکي وي.
د ملګرو ملتونو د UNODC راپورونه دا هم ښيي چې په ۲۰۲۱ کې د افغانستان د مېتامفټامین (کرېسټال) نیونه له ۱۰۰ کیلوګرامه څخه تر ۲,۷۰۰ کیلوګرام ته لوړه شوې.
راپورونه وایي، په ۲۰۲۳ کال کې ایران ۶۶۲ ټنه بېلابېل نشه یي توکي ضبط کړي چې زیاتره یې د افغانستان څخه وارد شوي.


په تېرو څلورو کلونو کې په ایرن کې د اعدام شویو افغانانو شمېر
د وروستیو شمېرو له مخې، په ایران کې د نشه‌ يي توکو په تړاو د تورنو افغان زندانیانو د اعدام کچه په بې‌ سارې ډول لوړه شوې ده.
یوازې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۸۰ افغان بنديان اعدام شوي، چې دا شمېر د تېرو درېیو کلونو په مجموع کې تر ټولو لوړ دی.
د مستندو معلوماتو پر بنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې د افغانانو د اعدامونو شمېر په لاندې ډول لوړ شوی دی:
په ۲۰۲۱ کال کې په ایران کې ۵ افغان بنديان، په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶ افغان بنديان، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ افغان بنديان او په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ افغان بنديان اعدام شوي دي.
د دې شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۶۲ سلنه زیات اعدامونه ثبت شوي، چې دا د پام وړ زیاتوالی ګڼل کېږي.
دا بدلون نه یوازې احصایوي، بلکې سیاسي او بشري بڼه هم لري.
د راپورونو له مخې، له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشه‌ يي توکو، په ځانګړې توګه اېفېډرا قاچاق زیات شوی، چې له امله یې نیونې او سختې جزاګانې ډېرې شوې دي.
افغان کروندګر پر نشه يي توکو د طالبانو د بندیز د توپيریز حکم پر عملي کولو نیوکې کوې او وايي، چې د افغانستان په سوېل کې د طالبانو لوړپوړي قومندانان او چارواکي د خپلو کړیو او ملکي کسانو په مټ په پراخ ډول د نشه يي‌ توکو کاروبار دوامداره ساتلی او یوازې دغه بندیزونه پر عامو کروندګرو عملي کېږي.
د ارزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي امان الله د کروندګرو او سیمه یيزو اړمنو خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د اومان ټولول مناسب ګڼي.
هغه وايي: «د اومان بوټي راټولول تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده، چې د پلور مارکېټ ته یې لاسرسی هم ساده خبره ده.»

نور خبرونه

رادیو