د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې په میدان وردک، کابل، زابل، کاپیسا، بغلان او کندوز ولایتونو کې ۳۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دوی زیاتوي په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ د خپل اونیز راپور په خپرولو سره ویلي، چې شپږ ولایتونو کې یې ۳۱ کسان په دُورو وهلي دي خو د یادو کسانو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.
طالبانو تېره اونۍ په خپلو خبرپاڼو کې ویلي و، چې په کابل او زابل ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان د شرابو، ټابلیټ کا او نامشروع اړیکو په تور په دُرو وهلي دي.
طالبان نږدې هره ورځ د بېلابېلو تورنو له کبله عام خلک په عام محضر کې په دُرو وهي، چې دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا سخت غندل شوي.
د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې بدنې سزاګانې ودروي؛ خو طالبان وايي، د شریعت په پلي کولو د هېچا پروا نه کوي.