د هند د ملي امنیت سلاکار په مسکو کې له روسي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

۵ ورځې مخکې

د هند د ملي امنیت سلاکار اجېت دوال مسکو ته تللی او ټاکل شوې ده، هلته د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې وکړي. د هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې نوموړی به د مسکو له‌خوا د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې پرېکړې په اړه هم له روسي چارواکو سره بحث وکړي.

که څه هم د هند حکومت تر اوسه پورې په رسمي ډول د دغه سفر په تړاو جزییات نه دي خپاره کړي؛ خو مسکو تېره میاشت د نړۍ له هر هېواد مخکې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دا پرېکړه یې نړۍوالو ته یوه مهمه سیاسي نښه بلل شوې.

په ورته وخت کې د طالبانو له حکومت سره د هند اړیکې هم ورو، ورو پراخېږي او په تېرو میاشتو کې د دې اړیکو د پراخېدو څرکونه لیدل شوي دي.

روسي خبري اژانس ټاس تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې اجیت دوال د همدې اوونۍ په سې‌شنبه مسکو ته رسېدلی دی.

هندي رسنۍ زیاتوي، چې د هند د ملي امنیت سلاکار به د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د تېلو د وارداتو، د سیمه‌ییزو شخړو او دفاعي او سټراټېژیکو همکاریو په اړه هم خبرې اترې ولري. دواړه خواوې همداراز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د احتمالي سفر په اړه هم سلا مشورې کوي، چې ښايي د روان کال په پای کې هند ته وشي.

سره له دې چې ویل کېږي، دغه سفر له مخکې پلان شوی و؛ خو دغه لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د واشنګټن او نوي ډېلي ترمنځ اړیکې بې‌ساري تاوتریخوالي ته رسېدلي دي.

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان له لارې د هند پر صادراتي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفې لګولې دي. د دغه اقدام له کبله اوس د هند پر صادراتي مالونو د امریکا ټولیزې تعرفې ۵۰ سلنې ته پورته شوې دي.

امریکا دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې، چې هند له روسیې د تېلو واردات نه دي درولي او دا کار یې د واشنګټن له دریځ سره په تضاد کې ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو