طالبان: د تېرې میاشتې پرتله له ایران څخه د کډوالو اېستل کم شوي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې د تېرې چنګاښ میاشتې پرتله روانه میاشت له ایرانه د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی. د یاد کمېسیون ویاند وایي، دغه لړۍ اوس تر پخوا یو څه کمزورې شوې ده.

احمد الله متقي د (زمري ۱۶مه) د پنج‌شنبې په ورځ باختر اژانس ته ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۳زره کډوال د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د هغه په وینا؛ تر اوسه‌ پورې ۸۴۵زره افغان کډوال په تېرو ۴۴ ورځو کې د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د کډوالو د راتګ تعداد کم شوی دی. مخکې به هره ورځ له ۳۰ څخه تر ۳۵زرو ته رسېدل. اوس تقریبا له ۶زرو څخه تر ۸زرو پورې مهاجرین راړول کېږي».

هم‌مهاله له ایران څخه ستانه شوي کډوال په هېواد کې له سختو کړاوونو، د سرپناوو له نشتوالي، بې‌روزګارۍ او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د نه لاسرسي څخه زورېږي.

رویټرز اژانس په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې له ایران څخه د کډوالو د اېستلو بهیر کې افغانستان ته اېستل شوې ښځینه له حقونو او د ژوند له ازادیو څخه محرومې شوې دي. له ایران څخه په زوره دغه ستانه کړای شوي افغانان شکایت کوي، چې په ایران کې ورسره ځايي امنیتي ادارو خورا بد چلند کړی او ان لوټلي یې هم دي.

له دې سره، سره پاکستان هم خبرداری ورکړی، چې د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د ملګرو ملتونو سره د ثبت افغان کډوالو یا د «پي او ار» کارت لرونکو د اېستل کېدو لړۍ پېل کړي. ویل کېږي، په دې درېیم پړاو کې پاکستان نږدې د دوه مېلیونه افغان کډوالو د اېستلو تابیاوې نیولې دي. پاکستان د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۲۰۰زره افغانان په دویم پړاو کې خپل هېواد ته په جبري توګه ستانه کړل.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې ښوولې، چې افغانستان وار دمخه له ناورین سره مخ دی او د دغه کډوالو په ستنېدو سره به دغه ناورین لا پسې پراخ شي. لوږه، اقتصادي ستونزې، فقر او بې روزګاري د طالبانو په واکمنۍ کې خپل اوج ته رسېدلې ده. همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان د کډوالو د بهیر مدیریت توان نه‌لري او د مرستو لپاره یې نړۍوالو ادارو ته هم لاسونه غځولي دي.

نور خبرونه

رادیو