ملګري ملتونه: پاکستان له ټاکلې نېټې وړاندې د افغانانو جبري ایستل پیل کړل

۵ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، پاکستان له ټاکلي ضرب‌الاجل وړاندې، د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي. د دې ادارې په وینا، دغه اقدام، چې ښايي تر یو میلیون ډېر افغانان اغیزمن کړي، له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو اېستل له نړیوالو ژمنو سره ټکر ګڼلی او پر پاکستان یې غږ کړی، چې جبري ایستنې ودروي او د افغانانو د رضاکارانه، تدریجي او باعزته بېرته ستنولو لپاره بشري دریځ خپل کړي.

که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د راجستر شوو کډوالو د بېرته ستنولو رسمي پروسه باید د سپټمبر له لومړۍ وروسته پیل شي، خو رویټرز ته د دغه وزارت یو رسېدلی لارښود ښيي چې دا بهیر پیل شوی دی.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي ویلي: «یوازې د اګست له لومړۍ تر ۴مې پورې سلګونه قانوني اسناد لرونکي افغانان نیول شوي او افغانستان ته شړل شوي دي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانان د "راجسترېشن کارت" لرونکي دي، او ۷۵۰ زره نور د "افغان سټیزن کارډ" په نوم ثبت دي. زیاتره دا کسان له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي دي.

د کډوالو کمېشنرۍ په اعلامیه کې راغلي، چې «دا ډول پراخه او په بېړه ایستنه کولای شي د افغان کډوالو ژوند او ازادي له ګواښ سره مخ کړي او نه یوازې افغانستان، بلکې ټولې سیمې ته د بې‌ثباتۍ ګواښ پېښ کړي».

پاکستاني چارواکو ویلي چې له ویزې پرته هېڅ افغان ته د پاتې کېدو اجازه نه ور کوي.

د کډوالو ایستلو دا کمپاین د «ناقانونه بهرنیانو د ایستلو پلان» تر چتر لاندې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې پیل شوی.

پاکستان تل د ترهګریزو بریدونو او نورو جرمونو پړه پر افغان کډوالو ور اچولې، خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او دا ایستنې یې "جبري شړنه" بللې.

نور خبرونه

رادیو