له ایران څخه د افغانانو د اېستل کېدو په بهیر کې ښځې، ماشومان او پاخه عمر لرونکي کسان هم شامل دي چې افغانستان ته په رسېدو د سرپناوو، لومړنیو مرستو او د ژوند د اړینو امکاناتو له نشتوالي څخه کړېږي.
د شمېرو له مخې؛ د جون له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه ایران تر ۷۰۰زرو ډېر افغانان ستانه کړي دي.
له ایران څخه د افغانانو د اېستل کېدو بهیر د اسراییل او تهران ترمنځ د وروستیو نښتو له بندېدو سره هممهاله چټک شوی دی. د رویټرز اژانس تازه موندنو په ډاګه کړې، چې د دغو ستنو شویو افغانانو ډېری برخه یې په هېواد کې د ژوند له سختو کړاوونو، ننګونو، د کمو امکاناتو، نامعلومه برخلیک او سرګردانۍ سره مخ دي.
د یاد اژانس راپور کې راغلي، چې د افغانستان په لوېدیځ او په ځانګړي ډول هرات ولایت کې د ایران د دغو جبري اېستلو له امله بشري کړکېچ رامنځته شوی او هره ورځ سلګونه کسان د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته ننوځي.
د لوړو زدهکړو له هیلې تر نهیلۍ
د حبیبې په نوم یوه نجلۍ چې په ایران کې یې د انجینرۍ په برخه کې زدهکړې کولې او د فراغت د پای شېبې یې نږدې وې؛ خو ایراني ځواکونو هغه نیولې او په جبري توګه یې بېرته افغانستان ته شړلې ده. هغې د پوهنتون پای لیک یا تېزس چمتو کاوه، چې ایراني ځواکونو له دغه هېواده واېستله.
حبیبه وایي: «خپل لپټاپ او څو درسي اسناد مې راوړلای شول. هر څه مې له لاسه ورکړل. راتلونکی او ارمانونه. داسې هېواد ته راستنه شوې یم، چې پوهنتون ته د تګ اجازه هم نه لرم». د طالبانو پراخو بندیزونو د حبیبې په څېر نجونو راتلونکی نه یوازې تیاره؛ بلکې تقریباً ناممکن کړی دی.
ایراني چارواکي څه وایي؟
د کډوالو سره د ظالمانه چلند په اړه د راپورونو په غبرګون کې ایراني چارواکو ادعا کړې، چې ډېری بېرته ستنېدنې «داوطلبانه» وې او هغو کسانو پورې اړوندې وې چې قانوني اسناد یې نهلرل.
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې، ۷۰ سلنه هغه افغانان چې ایران یې پرېښی؛ خپله یې د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې. دا ادعا د هغو لسګونه افغانانو له خبرو سره تضاد لري، چې په اسلامکلا کې یې د نیونې، انتقال او شړلو کیسې له رسنیو سره شریکې کړې دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار نادر یاراحمدي ویلي، د شاوخوا ۲ مېلیونه افغانانو د سرشمېرنې کارتونه له کب میاشتې راهیسې باطل شوي وو او هغوی تر چنګاښ پورې وخت لاره، چې ایران پرېږدي. د هغه په وینا؛ شاوخوا ۲.۱ مېلیونه نورو افغانانو هیڅ ډول قانوني اسناد نهلرل.
ښځې؛ د بېرته ستنېدو قربانیانې
د افغان ښځو لپاره له ایرانه اېستل د دې مانا لري، چې بېرته کورني بند ته ستنې شوې او له ټولنیز ژوند سره یې اړیکې پرې شوې. راحله چې د دوو لوڼو مور ده او په تهران کې یې د خیاطۍ او سینګار کار کاوه؛ اوس په هرات کې پرته له کار، عوایدو او مالي ملاتړه ژوند تېروي.
هغې وویل: «کلونه کېږي، چې له مېړه نه بېله شوې یم. هغه نشهیي و. اوس پرته له محرم، د سفر حق نهلرم، حتی د ډوډۍ اخیستو لپاره هم بهر نشم وتلی».
راحله سره له دې چې په ایران کې یې ژوند ستونزمن و، وایي: «په ایران کې موږ ته سپکاوی کېده؛ خو لږ تر لږه هلته امنیت او کار و. په افغانستان کې هماغه هم نشته».
د کورنیو بېلتون؛ د افغان نارینهوو ناڅرګند برخلیک
رحیم اوزبک یو ۵۹ کلن افغان چې په ایران کې یې د ساتونکي په توګه کار کاوه، د کار پر مهال ونیول شو او یوازې افغانستان ته وشړل شو.
اوس هغه پولې ته نږدې په یو جومات کې ژوند کوي. هغه بېکوره، بېوسه او له خپلې کورنۍ لرې دی. د هغه کورنۍ لا هم ایران کې ده او دی ورسره د بیا یو ځای کېدو په هیله ژوند تېروي.
هغه په ژړغوني غږ رویټرز ته وایي: «هیڅ پیسې نهلرم، د خوب ځای نهلرم، د خوړلو ډوډۍ نهلرم. نه پوهېږم څه وکړم؟»
د منصور احمد په نوم د کابل ولایت یو ۲۱کلن اوسېدونکي په وینا؛ د دې ناسم تور له امله چې ګوندې له یوه زنداني سره یې د تښتېدو مرسته کړې، د ایراني پولیسو له لوري سخت شکنجه شوی. د هغه په خبره: َ«خبره یې کوله، وهلم یې؛ چوپ وم، بیا یې هم وهلم. اخر کې یې انفرادي خونې ته واچولم».
هغه خپله اوږه وښوده، چې په وهلو ډبولو شنه شوې وه او لا یې هم داغونه نه و رغېدلي.
یو بشري ناورین؛ بې پلانه او ناسم مدیریت
د افغانستان په لوېدیځ کې مرستندویه کارکوونکي خبرداری ورکوي، چې د بېرته راستنو شویو افغانانو د سترو څپو د مدیریت وړتیا نشته او دغه لړۍ له جدي ننګوونو سره مخ ده. د طالبانو لوړ پوړو غړو له ایرانه غوښتي، چې شړنې تدریجي کړي او خلکو ته فرصت ورکړي؛ څو خپل مالونه او حقوق تر لاسه کړي.
که څه هم ایراني چارواکي له افغان کډوالو سره د «درناوي ډک چلند» خبره کوي؛ خو د ځایي سرچینو او رویټرز راپورونه ښيي، چې ډېری بېرته ستنېدنې له سپکاوي، تاوتریخوالي او د بشري حقونو له سرغړونو سره مل وې.