د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له پاکستان څخه غوښتې چې د افغان کډوالو شړل ودروي

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرونو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې د زیانمنونکو افغان کډوالو ایستل ودروي.

دغه ادارې خبرداری ورکړی، چې د ښځو، نجونو او ناروغانو جبري ایستل کولی شی د اساسي بشري حقونو او خوندیتوب څخه سرغړونه وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبه په ورځ له پاکستان څخه د هغه افغان کډوالو د شړلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې، چې د اوسېدو لنډمهاله اسناد لري.

دغه ادارې غوښتنه کړې، چې زیانمنو وګړو ته باید د خوندیتوب تضمین ورکړل شي.

یونیسیار، له پاکستان حکومت څخه غوښتي: «هغه افغانان مه شړۍ چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري په ځانګړې توګه ښځې او نجونې.ِ»

دوی د اندېښنې په توګه ویلي، چې جبري شړل ښايي د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو اساسي حقونه په جدي توګه تر پښو لاندي کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي، په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۱ څخه زيات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او یا جبري لېږل شوي دي.

له دې جملې څخه یې یوازي ۳ لکه ۵۲ زره یې له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو