د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم ویلي، د کډوالو اړوند د بشري حقونو مساله باید جدي ونیول شي او افغانانو ته دې د باعزته ستنېدو اسانتیاوې برابرې شي. هغه دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره په ناسته کې کړې دي.
د طالبانو یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د افغان کډوالو پر جبري اېستنو، بېځایه شویو کورنیو او پر بشري همکاریو پراخې خبرې اترې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمانو د عمومي مشرې د دفتر رییس محمد عبدیکر له قوله لیکل شوي، چې بشري مرستې خپل مسوولیت ګڼي او د کډوالو په برخه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې په تېرو ۴۴ورځو کې یوازې له ایرانه ۸۴۰زره افغانان په جبري توګه اېستل شوي او همدا راز د وران کال له پیله پاکستان هم تر ۲۰۰زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. ویل کېږي، چې طالبان په کور دننه د دغو ورستنېدونکو د مدیریت لپاره لازم اقدامات نه دي کړي او نه یې هم ورته په کافي شان بشري مرستې ورکړې دي.
هممهاله اندېښنې دا دي، چې د دغو کسانو په ستنېدو سره به هېواد کې بشري ناورین، لوږه، فقر او بېروزګاري لا ډېره شي.
همدا راز طالبانو تر دې دمخه هم له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې افغانان دې په باعزته او تدریجي توګه وباسي او ورسره دې له هر ډول ناوړه چلند څخه ډډه وکړي.
له پاکستان او ایران څخه ستنو شویو افغانانو شکایتونه کړي، چې په دغو هېوادونو کې ورسره پولیسو ناسم چلند کړی او ان یې دې ته نه دي پرېښي چې د خپلو کورونو سامان بار کړي او د خپلو شتمنیو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.