په هرات کې د ایران سرقونسل علي رضا مرحمتي ویلي، چې افغانان کولای شي په ویزو ایران ته سفر وکړي. نوموړي له ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ته په اشارې سره ویلي، یوازې هغه کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري؛ ستانه کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته په جبري توګه ستانه کېږي.
د طالبانو حکومت هم ویلي، چې ایران په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا دوه مېلیونه کډوال ستانه کړي دي.