حنفي: د کډوالو د اېستلو وضعیت زمونږ تر کنټرول لاندې دی

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مشر محمد عبدیکر او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، سره له دې چې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو را اېستل زیات شوي، خو وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.

له ارګ څخه د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لیدنه د راستنو شویو کډوالو لپاره د انساني مرستو او خدماتو د همغږۍ په موخه ترسره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یاد سازمان مشر عبدیکر وویل چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هڅه کوي، څو د نورو نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د کډوالو مهارتونه وپېژني او هغوی ته د کار زمینه او همدارنګه نورې مرستې برابرې کړي.

په دغه کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د «ای او اېم» له لوري د بشري مرستو او د طالبانو له لوري ټاکل شویو کمېټو د هڅو قدرداني کړې او ټینګار یې کړی، سره له دې چې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو را اېستل زیات شوي، خو وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی او طالبانه هڅه کوي د کډوالو ستونزو ته دوامداره رسېدنه وکړي.

د طالبانو دا چارواکی وايي، چې د کارموندنې زمینه برابرول د کډوالو لپاره مهمه ده او له کوربه هېوادونو او نړۍوالو موسسو یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

دا ناسته په داسې مهال ترسره کېږي، چې نړۍوال بنسټونه پر طالبانو نیوکه کوي، چې د کډوالو د رښتینو ستونزو پر ځای له هغوی څخه د سیاسي فشار او مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي. له افغانستان څخه د تېښتې اساسي لاملونه لکه د کار نشتوالی، سیاسي محدودیتونه، د ښځو پر وړاندې بندیزونه او د بیان ازادي نشتوالی لا هم پر ځای دي.

د یادولو وړ ده، هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ تښتي، اوس د همدې نظام له‌خوا د «مرستې» تر نامه لاندې تبلیغاتي وسیلې ګرځول کېږي. نړۍ باید دا تضاد وپېژني او پر طالبانو د اساسي بدلون لپاره فشار واچوي، نه دا چې د ظاهري تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي.

نور خبرونه

رادیو