د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» تازه د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې په روان ۲۰۲۵کال کې څه باندې ۱.۷ مېلیونه کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه دفتر ویلي، چې د ستنو شویو کډوالو یو په درېیمه برخه یوازې په تېرې جولای میاشت کې له ایرانه افغانستان ته راغلي دي.
دوی وایي، که څه هم مرستندویه بنسټونه له کډوالو سره په دوامداره توګه مرستې کوي؛ خو دغه مرستې بنسنه نه کوي او باید پراخې شي.