د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان: کرونا او طالبانو د رسنیزې زده کړې پرمختګ ته زیان رسولی

۳ ساعتونه مخکې

د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان د رسنیزې زده‌کړې د تحول په اړه په یوه څېړنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا پر مهال له ټکنالوژۍ څخه پاتې کېدل او اوس د طالبانو سیاسي فشارونه او محدودیتونه د رسنیزې زده‌کړې د پرمختګ عمده خنډونه دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) «د رسنیزې زده کړې د تحول» یوه څېړنه خپره کړې او د کرونا پر مهال د ستونزو او ننګونو تر څنګ یې د طالبانو په راتګ د پوهې شاتګ ته هم اشاره کړې.

په څېړنه کې ویل شوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د ژورنالیزم زده کړې د کیفي او کمي اړخه اغېزمنې شوې دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان سلاکارې شګوفه دستګير او د دې سازمان مشر حامد عبیدي چې دغه څېړنه تر سره کړې وايي: «د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې د ژورنالیزم په برخه کې منفي بدلون راغلی. د ژورنالیزم محصلین کم شوي، لېوالتیا کمه شوې، په نصاب کې بدلون راغلی، مسلکي مضامین لرې شوي، عملي زده کړې کمې شوي او پر زده کړو یې بده اغېزه کړې.»

دوی د طالبانو په واکمنۍ کې له هېواده د پوهانو تګ، جنسیتي توپير، علمي فشار او سانسور، مالي‌ پرځېدل، له زده کړو ناهیلي توب او ورته نور هغه لاملونه یاد کړي، چې د پوهې تر څنګ یې د رسنیزې زده کړې پر فعالیت هم اغېز کړی.

د یاد سازمان مشر حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د کرونا مخکې په افغانستان کې ژورنالیزم د کیفي او کمي لحاظه زيات پرمختګ کړی و.

د سازمان له خوا په خپره شوې څېړنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د افغانستان رسنیزه زده کړه له ګواښ او سقوط څخه وژغوري، کنه ټولنه به له اوږد مهاله ناوړه اغېزو سره مخ شي.

د څېړنې په پایله کې ویل شوي: «د افغانستان د رسنیزې زده کړې اوسنۍ ستونزې له دوو لویو ناورینونه رامنځته شوي: «لومړی د کرونا پر وخت له ټکنالوژۍ نه شاته پاتې کېدل او دویم د طالبانو له خوا سیاسي فشارونه او محدودیتونه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان ازادۍ، ښوونیزو بنسټونو او رسنیزې زده‌کړې په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي، چې له امله یې د رسنیزې زده‌کړې پرمختګ له جدي خنډونو سره مخ شوی. طالبان نه یوازې پر رسنیو فشارونه راوړي، بلکې د خبریالانو، ژورنالیزم محصلینو او د رسنیزو پروګرامونو پر فعالیت یې هم بندیزونه لګولي، چې دا ټول عوامل د دې لامل شوي څو په هېواد کې د رسنیزې زده‌کړې بهیر ټکنی او له پرمختګ څخه پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو