په تهران کې د لرګیو په ګودام کې د اورلګېدنې له امله دوه افغانانو وژل شوي

۲۰ ساعتونه مخکې

د ایران په پلازمېنه تهران کې د ساوه په سیمه کې د لرګیو په یوه لوی ګودام کې د پراخې اورلګېدنې له امله دوه افغان کډوال کارګران وژل شوي دي.

د تسنیم نیمه‌رسمي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) راپور ورکړی، چې نن سهار د ځایي وخت پر ۷:۳۳ بجې یوه اورلګېدنه د لرګیو په یو ۵۰۰ متري تونل‌ ډوله ګودام کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دغه دوه افغان کارګران د اور پر مهال په ګودام کې دننه بند پاتې شوي وو او د سختو سوځېدنو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی. چارواکو د دوی د هویت یا عمر په اړه څه نه‌دي ویلي.

په ایران کې مېشت افغان کارګران له کلونو راهیسې له ستونزو، بې‌ قانونیو او تاوتریخجنو شرایطو سره مخ دي. دوی نه یوازې د اجباري اېستنو او مزد نه‌ ورکولو له فشارونو کړېږي، بلکې زیاتره یې د کاري خوندي‌توب له ابتدایي امکاناتو هم بې‌برخې دي.

راپورونه ښيي، چې دغه دوه قربانیان هم د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې څخه وو، چې د قانوني اسنادو، د اقامت جواز یا رسمي کار اجازې نه‌لرلو له امله اړ شوي، سخت، خطرناک او د لږ مزد کارونه ومني.

نور خبرونه

رادیو