طالبانو چې د افغان مېرمنو پر مخ د ژوند، زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت دروازې تړلې دي، ښځې بیا هم چوپ نه دي پاتې شوي. د خاموشۍ له پردو راوتلې، د ډار له دېوالونو اوښتي او خپلو بنسټیزو حقونو لپاره یې د مقاومت داسې فصل پیل کړی، چې نه یوازې په هېواد، بلکې نړۍ ته یې هم غږ رسېدلی.

کله چې ټول غږونه چوپ شي، د بیان دروازې وتړل شي او د ساه اخیستو لپاره فضا تنګه شي، نو دا یوازې زړورتیا، شعور او د حق احساس وي چې انسانان د چوپتیا ماتولو ته اړ باسي.

افغانې مېرمنې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پراخو بندیزونو، جبري چوپتیا او ټولنیز حذف سره مخ شوې، د دې هر څه پر وړاندې ودرېدې، دوی وسله نه درلوده، بلکې په زړورتیا، پوهې، خلاقیت او د حق پر غږ راپورته شوې.‌

د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵ نیټې وروسته د ښځو پر مخ د ژوندانه دروازې یوه‌ په ‌یوه وتړل شوې. ښوونځي، پوهنتونونه، دفترونه، پارکونه، بازارونه، کلتوري مرکزونه، او حتی د ساه اخیستلو فضا ورته محدوده شوه. خو دې هر څه سره، افغان مېرمنو د قربانۍ، مقاومت، او نوو هیلو یوه نوې کیسه ولیکله.

د دې څېړنیز راپور دوهمه برخه د همدې کیسې انځور دی، د مېرمنو د نه تسلیمېدو، د مبارزې، او د معنوي ژوندون انځور.

دا برخه هڅه کوي چې هغه مسایل او خلک وپېژني او غږ یې پورته کړي، چې د تاوتریخوالي، توقیف، تهدید او تمسخر پر وړاندې ودریدل؛ هغه نجونې، چې د زده کړو له محرومیت سره سره، یې کتاب پرېنښود؛ او هغه هنرمندې، لیکوالانې او شاعرې، چې د چوپتیا له منځه راوتلی، خپل درد یې په شعر، کلمه، او تصویر بدل کړی.

سوله‌ ییز لاریونونه، د پټو ښوونځیو جوړېدل او ادبي-هنري مقاومت، یوازې اعتراض نه دی، بلکې دا د یوه ولس له حافظې، درد، او عزم څخه راپورته شوې فريادونه دي.

دا مبارزه ښيي چې افغان مېرمنېله ژوند سره یوازې مینه نه لري، بلکې د خپل حق، هویت او راتلونکې د ژغورلو لپاره له هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د دې پیلیزې له لارې، موږ د هغو غږونو ځای نیسو، چې خپک کړای شوي دي؛ د هغو سترګو کیسه کوو، چې خوبونه یې ترې غلا شوي؛ او د هغو زړونو ماتې ته انعکاس ورکوو، چې د هیلو د جوړېدو لپاره لا هم ټوټې، ټوټې راټولوي.

په داسې حال کې چې نړۍ ښایي د افغانستان له موضوع څخه ورو ورو ستړې شوې وي، خو افغان مېرمنې لا هم خپل مقاومت ته دوام ورکوي — نه د شهرت لپاره، بلکې د بقاء لپاره.

دا مقدمه د همدې دوامداره مبارزې یوه ژوره پېژندنه ده؛ یوه هڅه ده چې د دوی بې شرنګه غږونه واورو، وپېژنو، او په تاریخ کې یېثبت کړو.

۱: د افغان مېرمنو مقاومت؛ له ناهیلۍ تر زړورتیا

۱-۱: سوله‌ییز لاریونونه: د ازادۍ غوښتنې نه ماتېدونکې هڅې

سره له دې چې طالبان د ښځو پر وړاندې د لاریونونو او مدني فعالیتونو مخنیوی کوي، افغان مېرمنو په بې‌سارې زړورتیا د خاموشۍ د ماتولو غږ پورته کړی دی. په کابل، هرات، مزار شریف، بلخ، ننگرهار، فاریاب، او نورو ښارونو کې ښځو له ګواښونو، بند، ډبولو او سپکاوي سره سره د خپلو بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړې، کار، او ازاد ژوند د دفاع لپاره سوله‌ییز لاریونونه کړي دي.

دغه لاریونونه، که څه هم لنډمهاله، غیر مجاز ګڼل شوې او له شدیدو محدودیتونو سره مخ وې، خو د ښځو د مقاومت هغه روڼ ټکی بلل کېږي چې لا هم د هیلو څراغ بل ساتي.

طالبانو هڅه وکړه چې دا لاریونونه له فزیکي، رواني او حقوقي فشارونو سره له منځه یوسي؛ د لاریون کوونکو ځینې ښځې ونیول شوې، ووهل شوې، وځورول شوې او د کورنۍ غړو ته یې هم ګواښونه وشول. سره له دې هم مېرمنې نه دي شا شوي.

د افغانستان د بشري او مدني حقونو بنسټ مشره، صنم بني زاده(مستعار نوم) د لاریونونو تر شا د خپلو هڅو او بیا د طالبانو په بند کې د خپل ژوند او کړاونو کیسه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته داسې بیانوي:

«موږ د ظلم او ناانصافۍ په وړاندې چوپ پاتې کېدل د خپل ژوند او راتلونکې غلا کول ګڼو. که څه هم طالبان موږ ته وایی چې کور کې پاتې شئ، خو موږ په سړکونو ولاړ یو، که څه هم پوهېږو چې ښايي زندان ته ولاړې شو، ووهل شو یا نورو ته ګواښ پېښ کړو. خو زموږ دا مبارزه یوازې زموږ لپاره نه ده، دا د ټولو خاموشو شویو نجونو او مېرمنو لپاره ده.»

هغه زیاتوي، چې د لاریونونو له امله څو ځلې د طالبانو له‌خوا تهدید شوې، او په وروستي ځل د طالبانو له خوا په بلخ کې د خپل کور څخه ونیول شوه.

هغې وویل: « زه یې په یوه پټه خونه کې بندي کړم او وروسته له څو ساعتونو دوه تنه طالب وسله وال خونې ته راننوتل، پرته له دې چې پوښتنې راڅخه وکړي، پر ما یې د قونداغونو ګوزارونه شروع کړل، په ځان نه پوهېدم چې دا څه روان دي، پړونې مې سر څخه لوېدلې وو، او پر مخ مې وینې راروانې وي.»

صنم، چې د طالبانو د شکنجو په رایادولو سره ویرېدلې غوندې ښکارېده، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي: « زه یې دومره ووهلم چې بې هوښه شوم، بې حجابه لوېدلې وم، زه نه پوهېږم چې دوی مسلمانان دي، ایا دوی هم په کورونو کې خوېندې او مېندې لري».

هغه وایي، چې طالبانو ۱۸ ساعته په خپل بند کې وساتله او له تضمین اخیستلو وروسته یې له بند څخه ازاده کړه، خو طالبانو ورته ویلي وو چې له دې وروسته به نه مدني فعالیتونه کوي او به هم د دې پېښې په اړه چاته کیسه کوي.

رابعه مومند، یوه بله لاریون واله او د هرات اوسېدونکې، وايي:« زه پوهېږم چې د سړک پر سر چیغې وهل زموږ ژوند ته ګواښ پېښوي. زه یې احساس کوم، ځکه ملګرې مې ونیول شوې، وځورول شوې، او یوه خو لا تر اوسه بې درکه ده. خو زه چوپ نشم پاتې کېدای. دا د ژوند او مرګ ترمنځ یوه انتخاب دی: یا به ژوند کوو، یا به ورو ورو له منځه وړل کېږو.»

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیټې استازې«کیمبرلي مور» د افغان ښځو دغه سوله‌ییز مقاومت د نړۍ د ښځو د مبارزو په تاریخ کې بې‌ساری ګڼي.
هغې په یوه رسمي اعلامیه کې وویل: « افغان ښځې د حق غوښتنې لپاره بې‌ساری شهامت ښودلی دی. دوی د خپل ژوند، ارزښت، او راتلونکې د ساتنې لپاره ډېر لوړ قیمت ورکړی. نړۍ باید دا غږ واوري، وپېژني، او پرنږدي چې دا زړورتیا یوازې پاتې شي.»

شاهد ګل شینواری، یو افغان مدني فعال، د دغو لاریونونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالي ته په اشارې سره وایي: « طالبان هڅه کوي د زور، وېرې، او شکنجه کولو له لارې د ښځو مقاومت مات کړي. خو د دې ټولو باوجود، ښځې د ډار تر دیواله تېرې شوې دي. دا یو نوی فصل دی؛ د یوه داسې نسل مبارزه چې هیڅ نظام یې نشي چوپ کولای».

د افغان مېرمنو دا زړور سوله‌ییز مقاومت یوازې د حقوقو غوښتنه نه ده، بلکې د یوه ملت د نیمایي وګړو چیغه ده چې له حاشیې د ژوند مرکز ته د راګرځېدو اراده لري.

دا لاریونونه، که څه هم له ظاهري پلوه کوچنۍ ښکارې، خو د تغییر، هوډ، او انساني مقاومت یوه نه هېریدونکې نښه ده. د نړۍ غبرګون، پیوستون، او ملاتړ د دې مبارزې لپاره حیاتي ارزښت لري، داسې یو مبارزه چې قیمت یې ډیر لوړ خو د سکوت دیوالونه ماتوياو له لاسه وتلی ژوند بیرته راګرځوي.

۱-۲: د زده کړو د دوام لپاره نوښتونه او پټ ښوونځي

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هرکال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومېږي.
که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت په دې تړاو«چې هر کال څومره نجونې له ښوونځي محرومېږي» شمېرې نه خپروي؛ خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.

د دغه بنسټ په وینا، یوازې سږکال ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی ونه شول کولای، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
خو د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې یوازې له هلمند ولایته څه باندې زر نجونې هر کال فارغېدې؛ هغه مهال هلمند یو له هغو ولایتونو و، چې ګڼې سیمې یې د طالبانو په کنټرول کې وې، خو په لویو ښارونو کې دغه کچه بیا لوړه وه.
د پلازمېنې کابل د یوې لېسې مدیره چې نه غواړي د هغې او د ښوونځي نوم یې واخیستل شي وایي، چې سږکال یې له لېسې شاوخوا ۴۰۰ نجونې له شپږم ټولګي فارغې شوې دي.
هغه وایي، که څه هم په ټول هېواد کې د فارغ شویو نجونو په کره شمېره نپوهېږي؛ خو که له هر ښوونځي ۴۰۰ نجونې فارغې شوې وي، نو دا به د هېواد په کچه لویه شمېره جوړه کړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، چې په ټول افغانستان کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ دی.
خو واک ته د طالبانو له راتګ دمخه په افغانستان کې د نجونو شاوخوا لس زره ښوونځي فعال وو او شاوخوا لسګونه زره نجونې هرکال ترې فارغېدې.

د نجونو د ښوونځیو بندېدو پر مهال، افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو لپاره بېلابېل نوښتونه پیل کړل. په کورونو کې پټ ښوونځي جوړ شول او د انټرنیټ له لارې آنلاین زده کړو ته یې دوام ورکړ. دا د مقاومت یو نوښتګر او بې‌ساري ډول دی چې د نجونو د زده کړو په برخه کې د بندیزونو د ماتولو هڅه کوي.
تر ټولو په زړه‌پورې خبره دا ده، چې د پټو ښوونځيو ملاتړي د ښځو پرتله ډېر یې نارینه دي.
خو په دې کې ډیری داسې ښوونځي هم شته، چې طالبانو تر خبرېدو وروسته د دغې ډلې له‌خوا تړل شوي دي او ملاتړي یې سخت ځپل شوي او ګڼ شمېر یې بندیان شوي هم دي.
له دې ډلې یو یې هم ابراهیم دی، چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته یې په خپل شخصي لګښت د نجونو پټ ښوونځی جوړ کړ.
ابراهیم په دغه ښوونځي کې نجونو ته د مضامینو د تدریس ترڅنګ د ځینو حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره کړې.
هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي:« زه درې زامن او یوه لور لرم؛ زما لور په شپږم ټولګي کې وه، چې پر زده‌کړو یې بندیز ولګېد. تر لور مې ما ډېر سخت حالت ولید، شپې مې له سترګو خوب وتښتېده چې دا به څنګه شي؟ خو بلاخره پرېکړه مې وکړه، چې خپلې لور او د هغې همزولو او نور د سیمې اوسېدونکو ته د ګاونډیانو په همکارۍ پټ ښوونځی جوړ کړم.»


هغه زیاتوي، دغه ښوونځی یې د یوه کور دننه جوړ کړی چې څو ټولګي لري؛ خو د طالبانو له وېرې یې د هر ټولګي ساعتونه جلا دي.
د هغه په وینا، که څه هم دغه ښوونځی د هغه اصلي ښوونځیو ځای نشي ډکولای؛ خو د نجونو لپاره یې ښه فرصتونه برابر کړي او ډېر حرفه‌یي کارونه یې هم زده کړي دي، او تر ټولو مهمه دا چې د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو بندیز پر وړاندې د مبارزې یوه کوچنۍ هڅه کوم.

رعنا جلالي، چې د یو غیر رسمي ښوونځي مشره ده، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل: « موږ پوهېږو چې طالبان موږ ته اجازه نه راکوي، خو موږ ښوونځي پټ جوړ کړل چې نجونې له زده‌کړو بې برخې پاتې نشي. دا زموږ د مېرمنو د حقونو د ژغورنې یو لار ده، او دې لارې ته به د ژوند تر اخیري سلګۍ دوام ورکوو.»

بلخوا د دغو پټو ښوونځو د موثریت په اړه د یونسکو استازي «پیم پټرسن» په یوه غونډه کې چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د وضعیت او د مېرمنو له خوا د مقاومت ارزونې په تړاو جوړه شوې وه، وویل: «افغان ښځو د زده کړو لپاره داسې لارې چارې موندلي چې حتی د ترهګرۍ او ظلم په وړاندې مقاومت کوي. دا د زده‌کړې اهمیت ته ژمنتیا ښيي.

دا هڅې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌ کړو د بندیزونو سره سره، افغان ښځو او نارینه‌ وو د زده‌ کړو د دوام لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې را په ګوته کوي. د پټو ښوونځیو جوړول او د آنلاین زده‌ کړو هڅې یوازې د علم د طلب څرګندونه نه ده، بلکې دا د یوه ولس د عزم، مقاومت، او بدیل لارو د موندلو انعکاس هم دی. دا نوښتونه ښيي چې افغانې نجونې او د هغوی ملاتړي د ظلم پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او د تعلیم د حق د خوندي کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې ږدي. سره له دې چې دا ښوونځي تل له ګواښونو سره مخ دي، خو لا هم د زده‌ کړو د دوام یوه ارزښتناکه وسیله ده. د ابراهیم، رعنا جلالي، او د هغوی په څېر نورو زړورو وګړو هڅې د هیلو څراغونه بل ساتلي او نړۍ ته یې دا پیغام ورکړی چې افغان نجونې به د تعلیم له لارې خپل برخلیکونه خپله جوړوي.

۱-۳: د زده‌کړو کمپاین
له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه ولګول، د زه‌کړو ځینو فعالانو د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې د نجونو د زده‌کړو د بندیز د لرې کولو بېلابېل کمپاینونه پیل کړل.
له دغې ډلې یو هم «د بېرته ښوونځي ته ستانه شئ» کمپاین دی.
که څه هم دغه کمپاین د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې په ۲۰۱۸کال کې د جګړو له امله د افغانستان دننه د بې‌ځایه شویو ماشومانو لپاره پیل شوی و؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو له امله لاهم دوام لري.
د دغه کمپاین چلوونکې «خوږه خپلواک» وایي، چې په سر کې یې د کمپاین موخه له زده‌کړو سره د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو ماشومانو اشنایي او د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د خنډونو لرې کول وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د زده‌کړو او په ځانکړې توګه د نجونو د زده‌کړو په برخه کې ګڼې ستونزې راولاړې شوې دي.
د هغه په وینا:« د ځینو طالبانو فکر دا دی، چې ښځینه زده‌کړو ته اړتیا نه‌لري؛ خو دا ناسمه خبره ده، اسلام ښځې او نارینه دواړو ته مساوي حق ورکړی دی.»
هغه وایي، د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله یې فعالیتونه ټکني شوي او د تېر په څېر په فزیکي توګه په لرو پرتو سیمو خلکو ته د نجونو د زده‌کړو په تړاو د ناسمو دودونو په اړه پوهاوی نه شي ورکولی.
هغه وایي، په افغانستان کې د جګړې ختمولو او سولې راوستلو یوازینۍ لاره زده‌کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې د کمپاین یوه بله موخه یې د ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه کول دي.

: ادبي او هنري غبرګون؛ د کلتوري مبارزې وسیله

کله چې فزیکي فضا بنده شي، غږونه چوپ شي، او ټولنیز حرکتونه تر فشار لاندې راشي، نو هنر، ادب، او کلتور هغه فضا ده چې لا هم انسان ته د ځان څرګندولو، حق غوښتنې، او د مقاومت د ښودلو ځواک ورکوي. د افغانستان په اوسني وضعیت کې، چې ښځې له تعلیمه، کاره، فرهنګي او ټولنیز فعالیته منع شوي، ادبي او هنري غبرګون د دوی د مبارزې یوې نوې او ژورې بڼې ته وده ورکړې ده.

د طالبانو د سختو بندیزونو پر ضد، افغان شاعرانې، لیکوالانې او هنرمندې ښځې په خپل هنر کې د ازادۍ او حق غوښتنې پیغامونه خپروي. دا کار نه یوازې د ښځو لپاره د دروازو خلاصول دي، بلکې ټولنې ته یې د مقاومت او نه تسلیمېدنې مهم درسونه ورکړي دي.

افغان مېرمنو د شاعرۍ، کیسه‌لیکلو، او نقاشۍ له لارې هڅه کوي چې د خاموشۍ دیوالونه مات کړي. دوی د هنر او بیان له وسایلو نه یوازې د خپل دردېدلي حالت انځور وړاندې کوي، بلکې همداراز د یو عدالت‌محوره راتلونکې خوب هم انځوروي.

شاعره هوا شېرزه، چې اوس‌مهال له هېواده بهر ژوند کوي، وايي چې ادب د هغه "خاموش مقاومت" بڼه ده، چې هېڅ واکمن یېنشي بندولای.

هغې افغانستان انټرنشنل - پښتوته وویل: «طالبان کولای شي دروازې بندې کړي، ښوونځي وتړي، او مېرمنې کور ته محدودې کړي، خو فکر بندېدای نشي، او شاعرې نه چوپېږي. زه هره ورځ د خپلو وطنوالو مېرمنو لپاره لیکم، ځکه موږ که غږ له خولې نشو ایستلی، له قلمه یې باسو.»

هوا شېرزه زیاتوي: «زما لپاره شعر یوازې احساس نه دی، دا یوه فریاد ده، یو مقاومت دی. زه باور لرم چې د ښځو د حقونو مبارزه باید په هنر کې هم وي، ځکه هنر هغه ژبه ده چې بندیز نه پرې لګېږي.»

د هوا شېرزې، سلما تنها، او نورو افغانو هنرمندانو هنر د یوې ژورې ټولنیزې مبارزې بڼه غوره کړې ده، چې له لارې یې دوی نړیوالو ته خپل واقعیتونه او کیسې ور رسولي دي.

د نقاشۍ، کیسه لیکلو، فلم جوړولو، او مجازي هنر له لارې، افغانې مېرمنې هڅه کوي هغه چوپتیا ماته کړي چې ورباندې تحمیل شوې ده. د دوی کارونه یوازې د هنري ارزښت له پلوه نه دي مهم، بلکې دا هغه اسناد دي چې د یو نسل د دردېدلي تاریخ د ثبتولو مسؤلیت لري.

شاعره، سلما تنها وايي:«موږ د کلمو او هنر له لارې د ظلم په وړاندې خپل غږ پورته کوو. زموږ شعرونه او نقاشۍ د آزادۍ او عدالت ژبه ده.»

هغه زیاتوي: افغان مېرمنو د خپلو حقونو د خوندي کولو او نړیوالې مرستې د ترلاسه کولو لپاره خپلې کیسې، ستونزې او غوښتنې نړیوالو رسنیو، سازمانونو او غونډو ته رسولې دي. د دوی دا هڅې د نړیوال ملاتړ د پراخېدو لامل شوي.

زهرا حسیني لا هم په کابل کې ژوند کوي، د رسامۍ پر سپين کاغذ یې د ښوونځي انځور جوړ کړی، او افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وایي، « کله چې طالبان راغلل زمونږ ښوونځي یې راوتړل، ډیره خفه وم، ځکه چې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوې، اوس غواړم چې انځورګري زده کړم او له دې لارې خپل ټپي شوی غږ تر نړیوالو ورسوم».

د زهرا په څېر ډیری افغان مېرمنې، چې ځینې یې پټې او ځینې یې ښکاره هنري فعالیتونه کوي، د لیک، انځورګرۍ، فوټوګرافي او نورو تخلیقي لارو هڅه کوي د خپل موجودیت، درد، او هیلو کیسې نړۍ ته ورسوي. یو شمېر یې ان د کورونو دننه سټوډیوګانې جوړې کړي، له نړیوالو هنرمندانو سره مجازي همکارۍ کوي، او خپل اثار د ټولنیزو رسنیو له لارې خپروي.

یوه بله افغانه مېرمن « یلدا » چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو له امله ترې لوړې زده کړې پاتې شوي وایي، «هنر نه یوازې د بیان وسیله ده، بلکې د بقا، پېوستون، او هیلو یوه لاره هم ده».

سره له دې چې سانسور، امنیتي ګواښونه او ټولنیز بندیزونه زیات شوي، دغو مېرمنو ژمنه کړې چې خپل هنري کار ته دوام ورکړي او د هنر په ژبه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.

په داسې یو چاپېریال کې چې د خاموشۍ او حذف سیاست حاکم دی، افغان ښځې هنر ته د مقاومت د یوه عمل په سترګه ګوري، یو داسې عمل چې نه یوازې د دوی هویت ژوندی ساتي، بلکې د زرګونو نورو خاموشو غږونو نمایندګي هم کوي.

پایله:

افغان مېرمنو د طالبانو له لوري لګېدلو پراخو بندیزونو ته په داسې ډول غبرګون ښودلی، چې د نړۍ د ښځو د مبارزې په تاریخ کې یې بېلګه کمه لېدل کېږي. هغه چې د ښوونځي دروازې یې پرې وتړل شوې، اوس یې پټ ښوونځي جوړ کړي؛ هغه چې له کاره منع شوې، اوس یې خپل کورونه په تدریسي مرکزونو بدل کړي؛ او هغه چې له خبرو منع شوې، اوس یې شعر، انځور او هنري خلاقیت د غږ بدیل ګرځولی دی.

په داسې یو وخت کې چې نظامي فشار، مذهبي افراط، او ټولنیز بندیزونه د ښځو د ژوند ټول اړخونهتر اغېز لاندې راوستي، مېرمنو مقاومت ته داسې نوې لارې موندلي، چې نه یوازې له ماتې نه دي وېرېدلي، بلکې د هیلوڅراغونه یې هم بل ساتلي دي. سولې ییزلاریونونه، پټ ښوونځي، ادبي او هنري مقاومت یوازې شعارونه نه دي، بلکې دا د بقاء لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزې عملي بڼې دي.

ادب، هنر، او کلتور په داسې حال کې چې ټولې نورې دروازې بندې شوې، هغه خلاصه لاره ګرځېدلې چې افغانې مېرمنې یې له تاريکيو نه روڼا ته راایستلې دي. شاعره هوا شېرزۍ،چې له هېواده بهر ده، د "شعر" پهژبهد خپل نسل درد بیانوي، سلما تنها یې د "عدالت ژبه" بولي، او زرګونه نورې هنرمندې له سانسور، ګواښ او حذف سره سره، لا هم لیکي، انځورګريکوي، او خپل غږونه نړیوالو ته رسوي.

دا هنري مقاومت د یو نسل حافظه ده؛ یو داسې ارشیف چې راتلونکي تاریخ ته به وايي، دوی چوپ پاتې نه وې.

له بلې خوا، سوله‌ ییز لاریونونه د هغو مېرمنو د نه تسلیمېدنې انعکاس دی، چې د وهلو، بند، شکنجې او ګواښ تر څنګ لا هم د ازادۍ چیغې وهي. دا یوازې شخصي درد نه دی، بلکې د ټول ملت، د نیمایي وګړو، او د یوې پایښتمنې راتلونکې لپاره فریاد دی.

په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره جوړ شوي پټ ښوونځي، آنلاین زده کړې، د خلکو ابتکاري اقدامات، او د ښځو پر وړاندې د بندیزونو پرضد پیل شوي کمپاینونه ښيي چې دا مبارزه یوازې د نن د خوندیتوب لپاره نه ده، بلکې د سبا د جوړېدو لپاره دي.

ابراهیم، رعنا جلالي، خوږه خپلواک، او د دې راپور لسګونه نورې کیسې دا ښيي چې د افغان ولس وجدان لا ژوندی دی.

د افغان مېرمنو دا مقاومت، که هرڅومره له زوره، وېرې، او محرومیت سره مخ وي، خو لا هم د هیلو، بیدارۍ، او بدلون نښه ده. دا هغه مبارزه ده چې، سره له دې چې نه تلویزیون لري، نه رسمي منبر، او نه سیاسي واک، خو لا هم نړیواله توجه ځان ته اړوي.

په پای کې، دا راپور یوازې د یوې مظلومې طبقې سند نه دی، بلکې دا د یوه زړور نسل د بدلون غوښتونکي ارادې انعکاس دی. دا سند د هغو ټولو غږونو استازولي کوي، چې ندي اورېدل شوي؛ د هغو سترګو انځور وړاندې کوي، چې له ښوونځي، دفتر، او ټولنیز ژوند سره یې مخه ښه کړې؛ او د هغو زړونو چیغه ده، چې د عدالت، ازادۍ، او انساني کرامت لپاره لا هم درزېږي.

د تاریخ مخونه به حتمي واوړي، خو دا چیغې به پکې ثبت پاتې شي — لکه د هوا شېرزې شعر، لکه د زهرا حسیني انځور، لکه د صنم بني زاده ټپي یادونه. دا مقاومت به نسلونو ته وښيي، چې یو ملت، او په ځانګړي ډول مېرمنو، څنګه د چوپتیا تر سیوري لاندې ژوند وکړ، مبارزه یې وکړه، او خپل غږ یې ژوندي وساته.

د دې څېړنیز راپور لومړۍ برخه دلته لوستلای شئ:

نور خبرونه

رادیو