د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د افغانستان د جګړې نږدې ۱۴۰۰هغه انځورونه چې په ۲۰۲۱کال کې د افغان متحدینو د خوندیتوب لپاره له انلاین ارشیف څخه لرې کړي وو، په تېروتنې سره یو ځل بیا خپاره کړي، خو له خپرېدو وروسته یې ژر بېرته لرې کړي دي.
امریکایۍ «ټاسک پرپوز» وېبپاڼې د پنټاګون د یوه ویاند له قوله لیکلي، چې دا انځورونه د کمپیوټري سیسټمونو ترمنځ د معلوماتو د لېږد پر مهال "ناڅاپي" بېرته د عامو خلکو لپاره ښکاره شوي و، خو اوس یې بېرته له انټرنټ څخه اېستلي دي.
په راپور کې راغلي، دغه انځورونه چې د امریکايي پوځیانو له خوا د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال اخیستل شوي، د دفاعي معلوماتو د وېش د سیستم (DVIDS) له لارې د خلکو د لیدلو لپاره انلاین موجود وو.
په دې انځورونو کې د امریکایي ځواکونو او افغان ملګرو ترمنځ ګډ فعالیتونه، د افغان امنیتي ځواکونو قومندانان او ان افغان مېرمنې چې له بهرنیو ځواکونو سره ښکارېږي، شامل دي.
دا وېبپاڼه وایي، یو شمېر کاروونکو خبر ورکړی چې دغه انځورونه له اوږدې مودې وروسته بېرته په وېبپاڼه کې څرګند شوي، چې په مستقیم ډول د افغان متحدینو امنیت له ګواښ سره مخ کوي، ځکه طالبان کولای شي د دغو انځورونو له لارې خپل مخالفین وپېژني او له هغوی سره حسابونه تصفیه کړي.
پنټاګون په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال چې طالبانو کابل ونیوو او امریکا خپل ځواکونه واېستل، اعلان وکړ چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره یې له DVIDS ویبسایټ څخه له ۱۲۰ زرو څخه ډېر انځورونه او ۱۷ زره ویډیوګانې لرې کړې دي. دا اقدام د هغو افغانانو د هویت پټ ساتلو په هدف ترسره شوی و، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.
جان کربي چې د جګړې په وروستیو ورځو کې د پنټاګون ویاند و، هغه مهال ویلي و: «موږ په زرګونه هغه انځورونه او ویډیوګانې لرې کړې، چې د افغان متحدینو مخونه یا پېژندل کېدونکي معلومات پکې وو. دا یو لنډمهالی اقدام و، تر هغه چې مناسب وخت رارسېږي.»
خو له هغه وخت راهیسې دا "مناسب وخت" لا هم نهدی رارسېدلی او زرګونه افغانان لا هم د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.
تر دې وروسته، د معلوماتو د انتقال پر مهال له احتیاطه پرته د انځورونو بیا خپرېدل، دا اندېښنې راپورته کوي چې د امریکا دفاع وزارت د مهمو معلوماتو د محرم ساتلو لپاره کافي چمتووالی نه لري.
که څه هم چارواکو ویلي، چې ټول انځورونه بیا اېستل شوي، خو څېړنیزې ادارې وایي چې لا هم ځینې انځورونه د DVIDS پر ویبسایټ لیدل شوي دي.
د بېلګې په توګه، یو انځور چې په ۲۰۱۰ کال کې اخیستل شوی و، یو امریکایي سمندري سرتېری د یوې افغان نجلۍ سره د "هایفایو" پر مهال ښيي. سره له دې چې د دې انځور د لرې کېدو غوښتنه شوې وه، خو بیا هم تر پرون پورې انلاین موجود و.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له پخواني حکومت یا امریکایي ځواکونو سره د افغانانو همکاري ډېرو ته مرګوني پایلې درلودې. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې پورې لږ تر لږه ۲۱۸ پخواني افغان چارواکي یا د امنیتي ځواکونو غړي په «بېمحاکمه وژنو» کې له منځه وړل شوي دي.
د دې پېښې له امله یو ځل بیا دا حقیقت څرګند شو، چې له افغانستان سره د امریکا شل کلنه جګړه نه یوازې پوځي، بلکې ستر انساني تاوانونه هم درلودل. زرګونه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې، لا هم د ګواښونو تر سیوري لاندې ژوند کوي او ان یوه کوچنۍ "تېروتنه" کولای شي د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.