سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د کابل په سناتوریم سیمه کې د شیعهمذهبو یو جومات نړولی او اوسېدونکي یې له سیمې اېستلو ته اړ باسي.
د سرچینو په وینا، یاد جومات د لویې څارنوالۍ پر سړک جوړ شوی و او طالبانو ادعا کړې چې پر "دولتي ځمکه" جوړ شوی.
دغه سرچینې وایي چې طالبانو د زمري میاشتې له ۱۵مې راهیسې د جومات د نړولو کار پیل کړی او له شاوخوا ۴۰ شیعه کورنیو څخه یې تر دې دمه نږدې ۵ کورنۍ له خپلو مېنو ایستلې دي.
د سیمې یو اوسېدونکی ادعا کوي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر هم په همدې سیمه کې ژوند کوي او د خلکو تر ایستلو وروسته د هغوی کورونه خپلو خپلوانو ته سپاري. نوموړی زیاتوي چې طالبانو ټولو کورنیو ته امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي.
د طالبانو په وینا، دا جومات او شاوخوا کورونه پر دولتي ځمکه جوړ شوي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې شرعي قبالې لري او دغه ودانۍ لسګونه کاله پخوا جوړې شوې دي.
د سناتوریم یوه بل اوسېدونکي ویلي چې طالبانو د اختر پر ورځ هم د جومات دروازه مهر کړې وه او شاوخوا ۱۰ کسان یې، چې د جومات امام هم پکې شامل و، نیولي وو.
سرچینې زیاتوي چې دا مهال طالبانو جومات ته پر غځېدلو لارو خنډونه اچولي او د نړولو عملیات شپه مهال ترسره کوي.
ویل کېږي چې دا جومات د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په لومړیو کې جوړ شوی و.