طالبانو په کابل او زابل ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان په دُرو ووهل

۴ ساعتونه مخکې

طالبانو په کابل او زابل ولایتونو کې «د نشه يي توکو د پلور، غلا، زنا او نامشروع اړیکو» په تور د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو ستره محکمه وایي، دې ډلې ۷ کسان په کابل او یوه ښځه او ۶ نارینه په زابل کې د دُرو د وهلو ترڅنګ په تنفیذي بند محکوم کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) د دوو جلا-جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې یې اوه تنه د «ټابلیټ کا، الکولي مشروباتو او چرسو د پلور او قاچاق په تور» په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د خبرپاڼو له مخې، د نشه يي توکو او مسکراتو د مخنيوي ابتدایه محکمې دغو کسانو ته له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرې او له یو څخه تر درېيو کلونو تنفيذي بند سزاوې ورکړي‌ دي.

د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې، چې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې یې ۴ کسانو ته د «غلا او لواطت او یوې ښځې او درېيو نارینه وو ته د نامشروع اړیکو» په تور له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرې د وهلو سزا ورکړې ده.

طالبانو د دغو کسانو د پېژندنې په اړه نور معلومات نه دي‌ خپاره کړي.

طالبان نږدې هره ورځ د بېلابېلو تورنو له کبله عام خلک په عام محضر کې په دُرو وهي، چې دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا سخت غندل شوي.

د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې بدنې سزاګانې ودروي؛ خو طالبان وايي، د شریعت په پلي کولو د هېچا پروا نه کوي.

نور خبرونه

رادیو