طالبانو د کابل جوی شیر کتاب پلورنځي سینمای پامیر ته ولېږدول

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د چهار شنبې په ورځ یې د جوی شیر کتاب پلورونکو لپاره په پامیر سینما سیمه کې بدیل نشراتي بازار پرانېستی، خو یو شمېر کتاب پلورونکي وايي، دا چاره به یې پر کاروبار منفي اغېز وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست، خصوصي خپرندویانو او کتاب پلورونکو په همکارۍ یې د جوی شیر کتاب پلورونکو لپاره د پامیر سینما په سیمه کې بدیل نشراتي بازار پرانېست.

د طالبانو په وینا، د بدیل بازار د پرانیستې پرمهال یې د درېیو ورځو لپاره د کتاب نندارتون هم پرانیستی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې له جوی شیر سیمې څخه د پامیر سینما سیمې ته د کتاب پلورونکو انتقال به د کتاب مینه والو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معیین مهاجر فراهي ویلي:« دا نندارتون درې ورځې دوام کوي او شاوخوا ۵۶ غرفې پکې شته، چې د کتاب مینه وال کولای شي له هغو څخه ګټور کتابونه ترلاسه کړي.»

خو په ورته وخت کې د کابل د جوی شیر په سیمه کې یو کتاب پلورونکی چې هټۍ یې د پامیر سینما سیمې ته انتقال شوې د نوم نه اخېستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«جوی شیر یو تاریخي نوم درلود، هغه سیمه د ډېر پخوا څخه د کتاب پلورنځیو په خاطر ډېره مشهوره وه، خو اوس چې سینما پامیر ته رانتقال شوو، کیدای شي ډېر وخت ونیسي، ترڅو خلک د دې نوي ادرس سره ځان بلد کړي.»

ځینې کتاب پلورونکي بیا د کتاب پلورونکو لپاره د بدیل بازار پر جوړېدو خوښ دي، ځکه څه موده وړاندې یې د جوی شیر په سیمه کې هټۍ د سړک پراخوالي له امله د کابل ښاروالۍ له لوري ویجاړې شوې وې.

یو کتاب پلورونکی وايي:«موږ ته ښاروالۍ وخت راکړی و، چې باید هټۍ مو تخلیه کړو، نوموږ همداسې وکړل، هلته یې د سړک د پراخوالو لپاره ټولې هټې ونړولې، اوس خوشحاله یو، چې دلته را انتقال شوو، نو تر څو چې موږ مشتریان پیدا کوو، کېدای سي وخت ونیسي اما داچې بل ځای ته راغلو په دې خوشاله یم.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې په ځانګړي ډول کابل ولایت کې د کتاب پلورونکو او خپرندویانو کاروبار کمزوری شوی او طالبانو هم د ډېرو لیکوالانو د کتابونو پر پلور بندیزونه لګولي دي.

نور خبرونه

رادیو