طالبان وايي، په کندوز کې یې ۱۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده

۳ ورځې مخکې

په کندوز ولایت کې د طالبانو د عدلیې ریاست مسوولین وايي، په مرکز، دشت ارچي، قلعه زال، امام صاحب، علي اباد او خان اباد ولسواليو کې یې ۱۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځولې ده.

طالبانو ویلي، چې ۵ زره نوره ځمکه هم تشخیص شوې چې هغه به هم ژر را وګرځول شي.

د کندوز د طالبانو د عدلیې ریاست د عامه پوهاوي مسوول سهیم صمیم د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) ویلي، چې دا اقدام د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له‌خوا تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: «د کمېسيون د پرېکړې له مخې د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۱۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه را ګرځول شوې او ۵ زره نوره ځمکه تشخیص شوې چې هغه به هم ژر را وګرځول شي.»

د طالبانو د عدلیې ریاست له خلکو غوښتي، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي، که نه نو له غاصبینو سره به قانوني چلند وشي.

د طالبانو د معلومات له مخې، د دوی دغه ځانګړي کمېسیون تېر کال هم په دغه لایت کې ۱۶ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې وه.

طالبان داسې مهال د ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو ادعاوې کوي، چې اندېښنې شته د همدې ډلې اړوند سیمه‌ییزو قوماندانانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او نادولتي ځمکې په زوره نیولي او ان ځینو په کې ودانۍ او باغونه هم جوړ کړي دي. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم لوړپوړي دولتي چارواکي، سیمه‌ییز زورواکي او ان د ملي شورا غړي د ځمکو په غصب کې ښکېل وو.

باورونه دا دي، چې افغانستان کې دولتي ځمکې په خورا تخنیکي او سېسټماټیک ډول غصب شوي او دا لړۍ د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې هم په مختلفو ډولونو روانه ده. په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښارګوټو له دولتي کېدو وروسته خلک شکایتونه کوي، چې تر اوسه هم ورته بدیلونه نه دي وړاندې شوي او باید د دوی د ملکیتونو برخلیک معلوم شي.

نور خبرونه

رادیو