افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې لا له وړاندې د د وېسټ انډیز لوبغاړي ډواین براوو د ډیرو ویکټو ریکارډ مات کړی و، اوس یې د ویکټو شمېر ۶۵۱ ته ورسېد.
راشد خان د انګلستان د سل توپونو لیګ په لومړۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه د ۱۱ منډو په بدل کې ۳ ویکټې واخیستې او اوس د کرېکټ د شل اوریزو لوبو تر ټولو مخکښ د ډېرو ویکټو اخېستونکي ریکارډ له ځان سره لري.
په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ډیرې ۶۵۱ ویکټې راشد خان اخیستې دي او ورپسي د وېسټ انډیز پخوانی لوبغاړی ډواین براوو د ۶۳۱ ویکټو په اخېستلو سره په دویم مقام کې او د سنیل نارین په نوم د وېسټ انډیز ملي لوبډلې بل پخوانی لوبغاړی د ۵۸۹ ویکټو په اخېستلو سره په درېیم مقام کې دی.