نیویارک ټایمز د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ غواړي راتلونکې اوونۍ له ولادیمیر پوتین سره مخامخ وګوري.
د سرچینو په وینا، ټرمپ به له دې لیدنې وروسته له پوتین او ولادیمیر زېلېنسکي سره درې اړخیزه غونډه ترسره کړي.
راپور وايي، د دې پلانونو جزییات د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ او اروپایي مشرانو ترمنځ د ټلیفوني خبرو پر مهال وړاندې شوي دي.
ټاکل شوې، چې دا غونډې به یوازې د ټرمپ، پوتین او زېلېنسکي ترمنځ وي او هېڅ اروپایي چارواکی به پکې ګډون ونه لري.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، مګر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ټروت سوشیال خواله رسنۍ کې تایید کړه، چې هغه له پوتین سره د سټیو ویټکاف له "ګټورې" غونډې وروسته له ځینو اروپایي مشرانو سره خبرې کړې دي.