د امریکا د جورجیا ایالت په فورت سټیوارت پوځي اډه کې د یوه بریدګر لهخوا ډزو کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.
یادې پوځي اډې د چارشنبې په ورځ وویل، چې پېښه د «دویم زغروال لښکر جګړهییزې ډلې» په ساحه کې شوې ده. د پېښې له امله پوځي اډه قرنطین شوې.
یادې اډې ویلي، چې قانون پلي کوونکي ځواکونه په سیمه کې حضور لري.
د جورجیا والي، براین کمپ ویلي، چې دوی د قربانیانو له کورنیو سره دي.
فورت سټیوارت د جورجیا ایالت له ساوانا ښار څخه شاوخوا ۴۰ میله جنوب لویدیز پلو ته موقعیت لري.