د یوه افغان کډوال اولادونه؛ له پنځوسو ورځو راهیسې په تهران کې زموږ د پلار هېڅ درک نشته

۳ ورځې مخکې

د افغان کډوالو د لادرکه کېدو په دوام د ادهم بهزاد تیموري کورنۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغه د لادرکه کېدو خبر ورکړی.

دوی د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تیموري له څه باندې ۵۰ ورځو راهیسې ورک دی او دوی د هغه هېڅ نښه نه ده موندلې.

د دې کورنۍ زوی محسن تیموري وايي، چې د هغه د پلار د لادرکه کېدو لاملونه روښانه نه دي.

د هغه په وینا، د ایران پولیسو هم د ادهم تیموري هېڅ نښه نه ده موندلې.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو افغان کډوال په ایران کې ورک کېږي. په ایران کې د افغان نارینه او ښځو د لادرکه کېدو ورته راپورونه مخکې هم خپاره شوي دي.

د ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ سمانه تاجک کورنۍ راپور ورکړ، چې هغه د تهران د حسین اباد په چهاردنګ سیمه کې ورکه شوې ده.

د سمانې کورنۍ وایي، د ایران پولیس د اسنادو د نشتوالي له امله ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د سمانې خور د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خور یې د بړستن ګنډلو فابریکه کې کار کاوه او د کار له ځایه د راتګ پر مهال لادرکه شوې ده.

د هغې په وینا، نږدې لس ورځې کېږي چې سمانه لادرکه ده؛ خو تر اوسه‌ یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

له دې سره هم‌مهاله چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر شدت موندلی په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندي احساسات او بریدونه هم زیات شوي دي.

نور خبرونه

رادیو