امریکا د احمد الشرع پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې

۲ ورځې مخکې

امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پرېکړه لیک یوه مسوده سپارلې، چې موخه یې د نړۍوالو بندیزونو له نوملړ څخه د سوریې د لنډمهاله حکومت د مشر احمد الشرع نوم لرې کول دي.

د منځني ختیځ یوې خبري وېبپاڼې «ال مانیټور» د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې امریکا دا مسوده برېتانیا او فرانسې ته هم سپارلې ده، چې پکې د سوریې د حکومت مشر احمد الشرع او د کورنیو چارو وزیر انس خطاب باندې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه شوې ده.

د راپور له مخې، امریکا په خپله مسوده کې وړاندیز کړی چې په سوریه کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره باید ځینې معافیتونه وغځول شي.

په سند کې د وسلو د بندیز لپاره یوه محدوده استثنا هم شامله ده، چې د ملګرو ملتونو ادارو ته اجازه ورکوي څو د ماین پاکولو لپاره اړین تجهیزات پرته له دوه ګوني استعمال محدودیتونو څخه وارد کړي.

ټاکل شوې ده، چې احمد الشرع به د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

نور خبرونه

رادیو