د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونېسف) اعلان کړی، چې ایران ته یې د ماشومانو لپاره دوه حیاتي واکسیني محمولې لېږلي، چې د نږدې ۱.۵ میلیون ماشومانو روغتیا به خوندي کړي.
په دې کڅوړه کې یو میلیون او ۲۵۰ زره دوز د پنموکوک واکسین او ۴۶۵ زره دوز د پنټاوالان (پنځهګونې) واکسین شامل دي، چې د روان زمري میاشتې په ۸مه او ۱۲مه نېټه ایران ته رسېدلي دي.
د یونېسف په وینا، پنموکوک واکسین له ۱۴۰۳هجري لمریز کال راهیسې د ایران د ملي کتلوي پروګرام برخه ده او ماشومان له مننژیټ او د وینې له جدي عفونتونو ژغوري.
یونېسف زیاتوي، دا واکسینونه له لېږد تر تطبیق پورې په دقیقه توګه څارل کېږي او ژر به د روټاویروس واکسین هم ایران ته واستول شي.