د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام د قوماندې د بدلون په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر کوي.
دا له دوو میاشتو څخه په کم وخت کې امریکا ته د هغه دویم سفر دی.
منیر له هند سره په جګړه کې د پوځ د فعالیت له امله په پاکستان کې خپل دریځ پیاوړی کړی او د ډونالډ ټرمپ سره یې اړیکې هم لا نږدې شوې دي.
دا ټول په داسې حال کې دي، چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د روسیې له خوا د تېلو د پېرلو پر دوام د امریکا د ولسمشر له خوا له سختې نیوکې سره مخ شوی.
منیر د غبرګولي په میاشت کې د خپل تېر سفر په جریان کې په سپینه ماڼۍ کې د کاري مېلمه پالنې په مراسمو کې له ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
دا غونډه د هند او پاکستان ترمنځ له شخړې څو اوونۍ وروسته وشوه. دا په تاریخ کې لومړی ځل و، چې د امریکا یو ولسمشر د لوړپوړو پاکستاني ملکي چارواکو له شتون پرته د پاکستان د پوځي قوماندان هرکلی وکړ.
په دې دوه ساعته غونډه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او سیمه ییزې سولې او ثبات په اړه بحث وکړ.
ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په مخنیوي کې د منیر د رول ستاینه وکړه او ویې ویل: «ما ځکه هغه مېلمه کړ چې مننه ترې وکړم چې جګړه یې ونه غځوله او د هغې په پای ته رسولو کې یې مرسته وکړه.»
منیر هم وویل، چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د اټومي جګړې د مخنيوي لپاره باید د نوبل د سولې جایزې ته نوماند شي.
معتبرې اوونیزې «اکونومیست» د دې اوونۍ په راپور کې لیکلي، چې د سپینې ماڼۍ نوې رویه د پاکستان له ځواکمن پوځي مشر سره د امریکا په سیاست کې د بدلون نښه ده، چې دا بدلون کولای شي پر هند، چین او منځني ختیځ ژور اغېز وکړي.
د امریکا او پاکستان اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې، چې په ۲۰۱۱ کال کې اسامه بن لادن د پاکستان په یوه پټنځای کې ووژل شو.
همداراز وروسته له هغه چې امریکا له افغانستانه ووتله د واشنګټن پام هم له پاکستانه واوښت.
اکونومیست دا احتمال هم ښيي، چې امریکا ښايي یو ځل بیا پاکستان ته د وسلو پلور پیل کړي، حال دا چې اوسمهال پاکستان شاوخوا ۸۰ سلنه وسلې له چین څخه اخلي.
ډونالډ ټرمپ له اسلاماباد سره د یوې نوې سوداګریزې هوکړې اعلان کړی، چې له مخې به یې امریکا د پاکستان د نفتو زېرمو ته لاسرسی ومومي. همداراز، ټرمپ د پاکستاني محصولاتو ګمرکي تعرفې له ۲۹ سلنې ۱۹ سلنې ته راکمې کړې دي.
واشنګټن چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅو کې ناکامه او ستړی ښکاري، اوس هڅه کوي د بندیزونو او فشار له لارې هند او نور هېوادونه د روسیې د تېلو له اخیستلو راوګرځوي، ځکه چې دا عواید د روسیې د جګړې ماشین اصلي تمویل ګڼل کېږي.