د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د اندونیزیا له خوا شوې مرسته به د افغانستان د ښوونځیو د خوړو د وېش پروګرام د ملاتړ لپاره ډېره ګټوره ثابته شي او زرګونه ماشومانو ته به په ښوونځیو کې خواړه چمتو کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اندونیزیا له مرستې هرکلی کړی او وايي، په دې پیسو به له ۱۲۰۰ میټریک ټنو زیات بیسکټ واخلي او د درې میاشتو لپاره به د لومړنیو ښوونځیو ۲۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د ښوونځي خواړه برابر کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خبرپاڼه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د نړیولې پرمختیايي همکارۍ مشرې رینا ستییاواتي له قوله ویل شوي:« اندونیزیا باور لري، چې زده کړه او مناسب خواړه د ماشومانو د هوساینې او ودې لپاره اړین دي. موږ د خوړو نړیوال پروګرام سره په کډه هڅه کوو، چې د ښوونځیو ماشومانو ته اړین خوراکي مواد ورسوو او هغوی د روښانه راتلونکي لپاره وهڅو.»
پر همدغه مهال د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې د ښوونځینو د خوړو وېش فعالیتونو د زده کوونکو په ګډون، دوام او د زده کړو په پایلو کې مهم رول لوبولی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دې پروګرام برخه وال لومړني ښوونځي د ۲۰۲۳ کال په پرتله نږدې ۱۱ سلنه زیات زده کوونکي ثبت کړي دي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال موتینتا چیموکا وویل:«د خوړو نړیوال پروګرام په ښوونځیو کې د خوړو پروګرام دوه لسیزي وړاندې پیل کړ، څو د خوړو امنیت او ښه تغذیه له زده کړې سره وتړي. د ډېرو ماشومانو لپاره هغه ورځني خوراکي مواد چې دوی یې د درسونو په لومړۍ وقفه کې ترلاسه کوي، ښايي د ورځې یوازیني مغذي خواړه وي، چې دوی ته روغتیا، تمرکز او د زده کړې چمتووالی ورکوي.»
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د افغانستان په اتو هغو ولایتونو کې چې د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي ۱،۳ میلیونه زده کوونکو ته د خوړو د وېش له لارې خواړه برابر کړي وو.