طالبانو د خصوصي روغتیايي مرکزونو د بهرنیو او افغان ډاکترانو څار پیل کړی

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دې وزارت د طبي شورا لوی رییس په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له خوا د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څار لړۍ پیل شوې، چې د هېواد د داخلي او بهرنیو ډاکترانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو فعالیتونه وڅېړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) ویلي، چې د یاد نظارتي بهیر هدف دا دی چې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو حضور، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه اود اقامت سندونه وڅېړي.

یاد وزارت ویلي چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات ترسره کړي.

طالبان وايي، دا لړۍ څه موده وړاندې په کابل کې پیل شوې چې تر دې دمه د بلاسم، البدر، تره خېل او اخلاص روغتونونو نظارت شوی او مسوولینو ته د باکیفیته، تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو سپارښتنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه پلی شي او د مسوولینو له لوري به له سرغړوونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

نور خبرونه

رادیو