طالبانو د کابل پوهنتون شپږ محصلین د «الحادي افکارو» د خپرولو په تور نیولي دي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند د «الحادي افکارو» د خپرولو په تور د کابل پوهنتون د شپږو محصلینو د نیولو خبر ورکړ. سېف الاسلام خېبر وايي، چې دغه کسان د فکري انحراف د ښکاره نښو له کبله تر څار لاندې و او د شواهدو وروسته نیول شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سېف الاسلام خېبر د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دغه وزارت په تېرو دوو میاشتو کې «د بېلابېلو فکري او کلتوري یرغلونو» پر وړاندې عملي اقدامات کړي دي.

د نوموړي په خبره، دوی د دغو بهرنیو فکري لارو چارو تبلیغ کوونکي نيولي.

خېبر خبرداری ورکړی، چې هېڅوک حق نه لري، څو «د اسلامي نظام تر سیوري لاندې زموږ عقیدوي ارزښتونه» تر پوښتنې لاندې راولي.

نوموړي د نیول شویو محصلینو د هویت په اړه نور جزیات نه دي‌ورکړي.

امربالمعروف وزارت ټینګار کوي، چې د خپل شرعي مسوولیت له مخې په ټولنه کې د فکري انحراف، فرهنګي یرغل او دیني تشویشونو مخنیوی کوي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د چنګاښ په ۹مه د «نما رسنۍ» په نوم د یوه فرهنګي ـ مذهبي بنسټ دوه کارکوونکي د الحادي‌افکارو د خپرولو، مسیحیت ته د خلکو په بللو او د فمینیزم د عامولو په تور په کابل کې نیولي و.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې د مذهبي او عقیدتي اقلیتونو هر ډول فعالیتونه ځپلي او د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د طالبانو د پالیسۍ له امله افغانستان د مذهبي ازادۍ او د بشر د نورو اساسي حقونو لپاره یو ویرونکی ځای ګرځېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو