پښتونخوا کې جرګې د ترهګرۍ د مخنېوي په موخه افغان طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار وکړ

۶ ورځې مخکې

د خيبرپښتونخوا د ايالتي حکومت په نوښت د پرله‌پسې قبایلي مشورتي جرګو په لړ کې درېيمې سيمه‌ييزې جرګې ټينګار وکړ، چې په قبايلي سيمو کې د سولې د ټينګښت يوازينۍ لاره پوځي عمليات نه؛ بلکې د پاکستان دننه له ترهګرو ډلو او له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې دي.

دغه درېيمه جرګه د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) د شمالي وزيرستان، سوېلي وزيرستان د بېلابېلو قبیلو د مشرانو په ګډون جوړه شوې وه. ګډونوالو له «ټي‌ټي‌پي» او افغان طالبانو سره د مستقيمو خبرو غوښتنه وکړه؛ څو په سیمه‌ییزه کچه د امنیت ټینګښت تضمین شي.

د يادې جرګې ناسته (د جولای په ۲۴مه) د جوړې شوې څو ګوندیزې ناستې په تعقيب جوړه شوې وه. هغه مهال سپارښتنه شوې وه؛ تر هغې دمخه چې لويه جرګه راوغوښتل شي، بايد د هرې سيمې مشرانو، پارلماني استازو او نورو ښکېلو سره باید خبرې اترې وشي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په لومړۍ جرګه کې پرېکړه وشوه، چې د لویې جرګې غړي به همدا ابتدایي جرګه ټاکي.

لومړۍ سيمه‌ييزه جرګه چې د پېښور، اورکزیو، د دره ادم‌خېل او حسن‌خېلو د فرعي سيمو له قبایلي مشرانو، ديني عالمانو او استازو جوړه شوې وه، دغه سپارښتنه په‌کې وشوه چې فدرالي حکومت دې د ايالتي چارواکو او قومي مشرانو په ګډون يو پلاوی جوړ کړي؛ څو پر کابل واکمنو طالبانو سره خبرې پیل کړي.

دويمه جرګه چې (د اګست په ۴مه) د باجوړ او مومندو قبایلي سيمو له استازو جوړه شوې وه، د پوځي عملياتو او اجباري بې‌ځايه کولو مخالفت څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې د فدرالي او ايالتي حکومت استازو، قومي مشرانو او نورو ښکېلو اړخونو په ګډون يو هر اړخیزه جرګه راوغوښتل شي؛ څو له افغان ولس او د طالبانو له حکومت سره ګټورې خبرې پيل او د سيمې د ترهګرۍ جرړې واېستل شي.

د درېيمې جرګې ګډونوالو هم همدا دريځ تکرار کړ او وې ويل، چې سوله یوازې د خبرو له لارې راځي؛ نه د زور او وسله‌والو عملياتو له لارې. ګډونوالو وويل، د امريکا او د هغوی د متحدينو تجربه بايد د عبرت درس وي چې هغوی هم د ۲۰ کلنې جګړې وروسته له طالبانو سره خبرو ته مجبور شول؛ نو اوس هم همدا لاره مناسبه ده.

سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي: «د پاکستان حکومت له تېرو ۲۲ کلونو راهيسې له سختدريځو ډلو سره جګړه کوي او څو پوځي عملياتونه يې کړي؛ خو امنیتي وضعيت لا هم خراب دی».

خو ځينو ګډونوالو اندېښنه وښوده، چې په جرګه کې هېڅ امنيتي راپور يا معلومات نه وو شريک شوي. هغوی د «ښو طالبانو او بدو طالبانو» د سياست مخالفت وکړ.

يو ګډونوال وويل: «موږ دا سياست نه منو. موږ نه ښه طالبان غواړو، نه بد طالبان. حکومت بايد د ښو طالبانو مخه هم ونيسي».

يو بل ګډونوال زیاته کړې، د خېبرپښتونخوا سر وزير په جرګه کې څرګنده کړې، چې د دې موضوع د حل لپاره حکومت د خلکو پراخ ملاتړ ته اړتيا لري او خلک يې خپله تر ټولو مهمه تکيه‌ګاه وبلل.

په ورته وخت کې د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند محمد علي سيف یادې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې پر کابل له واکمنو طالبانو سره تعامل د ایالتي حکومت رسمي دریځ دی او د خلکو غوښتنه هم ترې همدا ده.

ده زياته کړه: «فدرالي حکومت د دغې سيمې د سولې په اړه جدي نه‌دی؛ ځکه تر اوسه يې د هغه تړون مفاداتو ته ځواب نه‌دی ورکړی، چې د روان کال په فبرورۍ کې د ايالتي حکومت له‌خوا چمتو شوی و».

د نوموړي په وینا؛ اوسنی امنيتي ناورین که د هېواد په بله سيمه کې وای؛ نو له افغان طالبانو سره به تر دې دمه خبرې پيل شوې وای. اسلام اباد او د خېبر پښتونخوا حکومت انګېري، چې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې غړي په افغانستان کې امن پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی په خاوره کې ترهګریز بریدونه پلانوي.

که څه هم اسلام اباد په وار، وار پر کابل له واکمنو غوښتي، چې د «ټي‌ټي‌پي» خلاف جدي اقدامات وکړي؛ خو ښکاري چې په دې تړاو لا هم پرېکنده اقدامات نه دي شوي‌ او پاکستان ورځ تر بلې د نا امنۍ په څپو کې ډوبېږي.

نور خبرونه

رادیو