پر ښځو د بندیزونو په ترڅ کې؛ طالبان وایي، روانه اونۍ یې د ښځو د حقونو ۳۷قضیې حل کړې دي

۶ ورځې مخکې

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد‌ په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۳۷ بېلابېلې قضیې حل کړې دي. دغه وزارت وایي،‌ له دې ډلې ۱۶ د کورني تاوتریخوالي، ۸ د میراث، پنځه د جبري نکاح‌وو او پاتې ۸ نورې د طلاق تر څنګ د نفقې اړوند قضیې وې.

یاد وزارت داسې مهال د ښځو حقونو ته د رسېدنې ادعا کوي، چې له تېرو اونیو راهیسې همدوی په کابل کې د بې‌حجابۍ په تور یو شمېر ښځې نیولې دي.‌

طالبان همدا راز په یو شمېر ولایتونو کې د شپږو لویو دوښمنیو د ختمولو ادعا هم کړې ده. د طالبانو د امربالعمروف او د شکایونو اورېدو وزارت همدا رنګه په ځینو ولایتونو کې د ۸ ګوډګرو د نیول کېدو هم ویلي دي.

د طابانو محتسبانو همدا راز په بېلابېلو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره د احتکار او لوړو بیو د مخنېوي په موخه ناستې هم کړې دي.

هم‌مهاله خلک نیوکې کوي، چې د دغه ډلې محتسبان هر کاره دي او ان د ښاروالیو دندې هم مخ ته وړي. خپله د طالبانو په منځ کې هم د طالبانو د امربالمعروف وزارت او محتسبانو پر ضد نظریات موجودي دي او دغه ډله د خلکو ترمنځ د کرکې پارونې اصلي لامل بولي.

ان ځینو طالبانو لا نیوکې کړې دي، چې د دوی محتسبان په لوی لاس د طالبانو او خلکو ترمنځ د واټن ډېرېدو لامل ګرځېدلي دي.

پر کابل د واکمنې ډلې دغه وزارت د ملاهبت الله د سختدریځو فرمانونو د تطبیق اصلي مرجع بلل شوې او ویل کېږي، چې دغه وزارت د سختدریځو ملایانو څخه ډک شوی دی. د طالبانو د همدې وزارت وزیر خالد حنفي په وار، وار خپلو څرګندونو کې د محتسبانو ستاینه کړې او دوی یې د «اسلامي شریعت» د پلي کېدو مهم عناصر بللي دي.

خو غیرطالب دیني‌عالمان په دې باور دي، چې د طالبانو محتسبان او د امربالمعروف وزارت یې له «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې کړنې کوي او ان له خلکو سره د سپکاوي او ظلم ډک چلند یې هم له اسلام سره تړاو نه لري. باورونه دا دي، چې طالبان د همدې ډلې د سختدریځه فعالیتونو له کبله لا ډېرې نړۍوالې انزوا سره مخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو