په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ تر سیوري لاندې د وسلهوالو پېښو پر دوام؛ د کونړ سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په پېج درې ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژلی دی. د سرچینو په وینا؛ دغه ځوان نجیبالله نومېده او هټۍوال و.
سرچینو پنجشنبه (د زمري ۱۶مه) زیاته کړې، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بحې د پېج درې ولسوالۍ په «بارکنډۍ» سیمه کې شوې ده. د سرچینو د معلوماتو لهمخې؛ دغه هټۍوال د خپلې هټۍ له تړلو وروسته خپل کور ته ستنېده، چې د لارې په اوږدو کې ناپېژاندو وسلهوالو پرې برید کړی دی.
سرچینو همداراز افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ځوان د وژلکېدو لامل څرګند نهدی. ورته مهال، په کونړ کې سیمهییزو طالب مسوولانو هم تر اوسه د دغې پېښې په اړه غبرګون نهدی ښودلی.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو پېښو راپورونه ورکول کېږي. څو ورځې مخکې ناپېزانده وسلهوالو د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ته نږدې د «زیبا» په نوم یوه روغتیاپاله په ډزو وژلې وه.