په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، چې طالبان په ډول، ډول ظلمونو او فساد کې ښکېل دي. هغه په نیوکې سره وایي:« موږ تر اوسه د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی هم نه دی لیدلی، چې شریعت دې ورباندې عملي شوی وي.»
ښاغلي فایق پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د قانون نشتوالی، د قانون نه عملي کېدل او له قانون څخه سرغړونه د نظام ړنګېدو ته لاره هواروي.
د هغه په وینا؛ «دا یو تریخ حقیقت دی، چې په تېر جمهوریت کې هم د قانون نه عملي کولو او قانون څخه سرغړونو نظام کمزوری کړ؛ خو هغه مهال لږ تر لږه قانون، قانوني بنسټونه او خپلواکې رسنۍ وې، چې دغه سرغړونې رسوا کړي.»