هلوټرسټ موسسه په پنځو ولایتونو کې د طالبانو په لاس جوړ شوي ماینونه پاکوي

۵ ورځې مخکې

د ماین پاکونې هلوټرسټ نړۍوالې موسسې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سره د څه باندې ۲ میلیونه او ۷۶ زره ډالرو په ارزښت دوه هوکړې لاسلیک کړې، چې له مخې به یې په بامیان، لوګر، غزني، هلمند او غور ولایتونو کې په لاس جوړ شوي ماینونه لمنځه یوړل شي.

طالبانو د جمهوري نظام د حاکمیت پر مهال له کیمیاوي او نورو توکو څخه په لاس جوړ شوي ماینونه د تخریبي چارو په موخه جوړول او ډېری وخت د چاودنې پر مهال پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښته.

د هلو ټرسټ نړۍوالې موسسې مرستیال احمدالله ویلي، د دغې پروژې د عملي کولو پر مهال به په یادو ولایتونو کې نږدې ۸ زر کسانو ته په مستقیم او شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته به په غیرمستقیم ډول ګټه ورسېږي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دغې ادارې مشر د سې شنبې په ورځ (د زمري په ۱۴مه) د یادو هوکړو د لاسلیک پر مهال وویل، ماینونه او ناچاوده توکي د خلکو لپاره یو ستر ګواښ دی او باید خلکو ته عامه پوهاوی او ماینونه له منځه یوړل شي.

نور خبرونه

رادیو