ریچارډ بېنېټ: طالبان به د تل لپاره په واک کې پاتې نه شي

۵ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار کړی، چې د افغانستان اوسنی وضعیت باید د تل‌پاتې واقعیت په توګه ونه منل شي او طالبان به هم د تل لپاره واکمن پاتې نه شي.

ښاغلي بېنېټ نن (سې شنبه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار متخصصینو په غونډه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي یوازې داخلي بحران نه دی، بلکې د انسانیت پر وړاندې جرم دی. دا یوه نړۍواله مسله ده او باید نړۍوال غبرګون راوپاروي.»

هغه زیاته کړه: «داسې فکر باید ونکړو چې طالبان به د تل لپاره په واک کې پاتې شي. د افغانستان تاریخ له سیاسي بدلونونو ډک دی، هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو هغه د بشري حقونو لپاره د درناوي په لور یو سوله ییز لېږد دی.»

ریچارد بېنېټ ټینګار وکړ، چې د اوسني وضعیت مسوولیت یوازې د لوېدیځو هېوادونو په غاړه نه دی، بلکې ټول هېوادونه باید مسوول وګڼل شي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د طالبانو د حکومت د عادي کولو یا پېژندلو هېڅ پروسه باید په اجنډا کې نه وي، پرته له دې چې د بشري حقونو په وضعیت کې «ښکاره، دوامداره، معنی لرونکې او د تایید وړ» پرمختګونه شتون ولري، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره.

هغه د افغانانو پراخ مقاومت ته په اشارې سره وویل: «موږ باید دا تصور ونه کړو چې افغانستان یوه نه حل کېدونکې مسله ده. د خلکو په ځانګړي توګه د افغان مېرمنو، په هیواد کې دننه او بهر زړور مقاومت ښیي چې لا هم هیلې شتون لري».

د هغه په وینا، ښځې او اقلیتونه باید د هېواد د راتلونکي په اړه په سیاسي بحثونو او د دوحې په څېر غونډو کې په ریښتینې، بشپړ او معنا لرونکې توګه شتون ولري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د افغانستان په لور د ځینو هېوادونو شاتګ ته هم اشاره وکړه، چې د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل او د ځینو لوېدیځو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د بېرته راستنیدو یا د بیا مېشتېدنې پروګرامونو تړلو پرېکړه د ژورې اندېښنې لامل دی.

بېنېټ وویل، د طالبانو له خوا افغانستان ته د هغه د ننوتلو بندیز د اندېښنې وړ ده، چې حکومتونه هڅه کوي څو د بشري حقونو څارنه بنده کړي. خو د دې خنډونو سره سره، د هغه ټیم په مجازی مرکو، پرانیستې سرچینې بیاکتنو، د متخصصینو غونډو او سروې ګانو له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې مستند کوي.

بېنېټ زیاته کړه، په افغانستان کې د طالبانو له خوا اوسمهال لږ تر لږه ۱۱ د رسنیو کارکوونکي بندیان دي او سږ کال د تېر کال په پرتله د بدني سزا او عامه اعدامونه نږدې دوه چنده شوي دي.

ریچارډ بېنېټ ټینګار وکړ، چې هغه چمتو او لېواله دی چې افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د طالبانو سره رغنده خبرې اترې اسانه کړي او د خلکو سره خپل پیوستون څرګند کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لپاره یو راپور چمتو کوي چې په افغانستان کې به د ښځو، نجونو، اقلیتونو او مدني فضا وضعیت باندې تمرکز وکړي.

نور خبرونه

رادیو