دا چې طالبان واک ته د رسېدو د څلورم کال په درشل کې دي، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي، د بشري حقونو د وضعیت په تړاو مهمه بدلون اعلان کړې او ټینګار یې کړی چې اوس د هغو کسانو د حساب ورکولو وخت رارسېدلی، چې په افغانستان کې یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.
لینډسي،دا څرګندونې د سهشنبې په ورځ، پر ایکس خواله رسنۍ کړي او زیاته کړې یې ده: «نن په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران په تړاو یوه مهمه پېښه وشوه. اوس د حساب ورکولو وخت دی».
نوموړي دا هم ویلي،چې نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو فعالانو، او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکو له خوا د افغانستان د بشري وضعیت مستندسازي او څارنه یوه مهمه لاسته راوړنه ده، او په ځانګړي ډول یې د بشر حقونو د څار سازمان، الین پیرسون، فرشته عباسي، شمیمه عالمزي او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارد بېنیټ ستایلي دي.
سره له دې چې لینډسي د دې «مهمې پېښې» جزیات ندي افشا کړي، خو څارونکي وایي چې ښايي دا اشاره د طالبانو د رژيم پر ضد د احتمالي نړیوالو قانوني اقدامونو، یا تازه اسنادو له خپرېدو سره تړاو ولري.
د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، پر ښځو د زده کړو او کار بندیز، د بشري ازادیو محدودول، د مخالفینو ځپنه، او پراخې سرغړونې د نړیوالې ټولنې ژوره اندېښنه راپارولې ده.
نړیوالو بنسټونو له اوږدې مودې راهیسې د دې سرغړونو د مستندسازۍ، اسنادو راټولولو او د عدالت د تامین لپاره د میکانېزمونو پر جوړېدو ټینګار کړی، خو دا لومړی ځل دی چې د بریتانیا یو لوړپوړی استازی دا ډول څرګندونې کوي.
تر اوسه طالبانو د ریچارډ لینډسي د څرګندونو په اړه کوم رسني غبرګون نه دی ښودلی.