سویسي ورځپاڼه: طالبان د کډوالو د اېستلو مخنیوي سره لویدیځ هېوادونه تعامل ته اړ باسي

۲ ورځې مخکې

د زوریخ «تاگس‌ انتسایګر» سویسي ورځپاڼې لیکلي،چې طالبان د هغو افغان کډوالود اېستلو په لار کې چې جرمي سابقه لري، خنډونه جوړوي، ترڅو لوېدیځ هېوادونه په ځانګړي ډول لکه جرمني، دې ته اړ کړي چې له دوی سره مستقیم تعامل وکړي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، سره له دې چې د سویس حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر بېرته پیل کړي، خو تر دې دمه دا هڅې بریالۍ شوې نه دي. راپور زیاتوي چې طالب چارواکو ناڅاپه د ستندۍ شرایط بدل کړي، چې له امله یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ټکنی شوی دی.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د سویس حکومت لومړۍ عملي هڅه چې هدف یې د جرمي سابقې لرونکو افغان کډوالو اېستل وو، د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې ناکامه شوه.سویسي پولیسو تېر کال یو افغان مجرم چې د جنایي جرم له امله محکوم شوی و، د استانبول له لارې کابل ته انتقال کړ، خو طالب چارواکو سره له دې چې سویس حکومت ټول اسناد او شواهد وړاندې کړي و، مجرم ته اجازه ورنکړه چې د افغانستان خاورې ته شي او په دې اړه یې هېڅ وضاحت هم ور نه کړ.

له دې وروسته سویسي چارواکو هڅه وکړه چې د «دوطلبانه ستنیدنې» له لارې دغه سړی افغانستان ته وسپاري خو دا هڅه یې هم ناکامه شوه.

ورځپانه زیاتوي چې له هغې وروسته تر دې مهاله هېڅ یوه هڅه هم د افغان مجرمینو د ستنولو په برخه کې بریالۍ شوې نه ده.

د سویس د فدرالي کډوالۍ ادارې (ایس‌اي‌ام) تایید کړې چې طالبانو د بېرته لېږل شویو افغان اتباعو د منلو شرایط په څرګنده توګه بدل کړي دي. د دې ادارې په وینا، دا مهال شاوخوا شل کسان د اېستلو په نوملړ کې شامل دي، خو د طالبانو د نه همکارۍ له امله، دا پرېکړې نه دي عملي شوي.

د سویس د لیبرال ګوند (ایف‌ډي‌پي) سناتور دامیان مولر، د رامنځته شوي بن‌بست په غبرګون کې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پیل غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، حکومت باید د کډوالۍادارې کارکوونکي له اسلام‌اباد څخه کابل ته ولېږدوي، څو د طالبانو له چارواکو سره منظم تماسونه ممکن شي. مولر همداراز وړاندیز کړی چې د طالبانو قونسلي استازي دې سویس ته راوبلل شي، څو د کډوالود بېرته ستنولو بهیر اسانه شي. د هغه په وینا، دا وړاندیز د جرمني د وروستي اقدام سره ورته دی، چې د قطر په منځګړیتوب او د طالبانو د استازو په همکارۍ د افغان کډوالواېستل یې عملي کړل.

جرمني په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د کډوالو د اېستلو د اسانتیا په موخه یې د قطر په منځګړیتوب، دوو طالب استازو ته اجازه ورکړې چې پرته له دې چې دغه ډله په رسمیت وپېژني، په برلین کې د افغانستان سفارت کې غیررسمي قونسلي چارې پر مخ یوسي.

نور خبرونه

رادیو