د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د هند پر وارداتو د روسي تېلو د پېرلو له امله به تعرفې په پراخه کچه لوړې کړي. ټرمپ په خپل ټروت سوشل پوسټ کې وویل: «هند نه یوازې د روسیې د تېلو لویه برخه پېري، بلکې د تېلو ډېره برخه بیا په ازاد بازار کې د لوړو ګټو لپاره پلوري».
ټرمپ وايي، « دوی ته هېڅ پروا نه لري چې په اوکراین کې څومره خلک د روسي جنګي ماشین له خوا وژل کېږي».