ښايي چې امریکا په غزه کې د بشري مرستو د ویش مدیریت پر غاړه واخلي

۵ ساعتونه مخکې

الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړی، چې واشنګټن تمه لري په غزه کې د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې خپل رول لا پراخ کړي.

د راپورونو له مخي، داسې ښکاري چې امریکا به په غزه کې د بشري‌ مرستو مدیریت په غاړه واخلي؛ ځکه چې اسراییل دا کار په سمه توګه نه دی اداره کړی.

د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د امریکا ځانګړي استازي ویټکوف او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د یوې غونډې په جریان کې یو چارواکي ویلي: « پریکړه وشوه چې د ټرمپ اداره به د غزې په سیمه کې د بشري مرستو مدیریت په غاړه واخلي؛ ځکه چې اسراییل په سمه توګه اداره نه کوي.»

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ټرمپ له دې پرېکړې خوښ نه وو؛ خو دا یوه داسي‌موضوع ده، چې باید تر سره شي.

الجزیرې په یو خبر کې ویلي، چې د ټرمپ ادارې ځني غړي د هغو راپورونو په اړه اندېښمن دی، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو غواړي جګړه پراخه کړي.

نور خبرونه

رادیو