تمه نه شي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د جمعې تر ورځې د اوربند په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ضرب الاجل ومني. سرچینې وایي، پوتین لا هم هڅه کوي چې د اوکراین څلور سیمې بشپړې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
ټرمپ خبرداری ور کړی، چې که پوتین اوربند ونه کړي، نو پر روسیې به نوي بندیزونه ولګوي او پر هغو هېوادونو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې وضع کړي چې د روسیې تېل اخلي، لکه چین او هند.
یوې باخبري سرچینې رویټرز ته ویلي: «پوتین باور لري چې روسیه دا جګړه ګټي او له همدې امله د ټرمپ ضرب الاجل ته تسلیمېدل نه غواړي».
بلې سرچینې زیاته کړې: «پوتین نه غواړي ټرمپ غوسه کړي، خو د جګړې اهداف ورته لومړیتوب لري. هغه فکر کوي چې اوس د جګړې پای ته رسولو وخت نه دی، ځکه نه پوځ او نه ولس به دا پرېکړه درک کړي».
پوتین غواړي چې د دونېڅک، لوهانسک، زاپورېژیا او خېرسون ټولې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي، او بیا د سولې خبرو ته کېني.
"د روسیې بېرته راګرځېدل" په نامه کتاب لیکوال جېمز راجرز وایي: «که پوتین وکولای شي دا څلور سیمې ونیسي، نو ادعا کولای شي چې اهدافو ته رسېدلی.»
په عین حال کې، مسکو هڅه کوي ټرمپ ته دا وښيي چې د سولې له هڅو سره مخالفت نه لري. خو د خبرو اترو تمرکز تر ډېره یوازې پر بشري تبادلو دی، نه پر اصلي شخړه.
تمه ده چې د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وټکاف په روانه اونۍ کې مسکو ته سفر وکړي، څو د اوربند لپاره وروستی امکان وڅېړل شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې، انا کیلي ویلي: «ولسمشر ټرمپ غواړي وژنې ودروي، نو ځکه یې روسیه په بندیزونو او تعرفو ګواښلې ده».