د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په زندان کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د دویمې کلیزې په تړاو ویلي: «دا د پاکستان او هغو کسانو لپاره یوه عمجنه او خواشینوونکې ورځ ده چې د قانون پر حاکمیت باور لري.»
زلمي خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، عمران خان له دوو کلونو راهیسې د بې بنسټه تورونو له امله بندي دی او په وینا یې دا د ملي پخلاینې وخت دی او د عمران خان ازادي او د قانون حاکمیت اړین ګامونه دي چې باید ترسره شي.
خلیلزاد زیاته کړې: «د عمران خان د بې بنسټه تورونو په تور د بند دویمه کلیزه د هېواد راتلونکې تیاره او د بریالیتوب لپاره یې امکانات کمزوري کوي. ولې دومره ظالم او ناپوه واوسو. دا د ملي پخلاینې وخت دی. د عمران خان ازادي او د قانون حاکمیت اړین ګامونه دي.»
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان دوه کاله مخکې یعنې د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۵مه د یوې ځایي محکمې له لوري د فساد په تور په ۳ کاله بند محکوم شو او بیا ورسره جوخت په لاهور ښار کې ونیول شو.
د عمران خان ګوندي ملګرو د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) له بندخونو د عمران خان او نورو ملګرو د خلاصون په موخه لاریونونو ته تابیا نیولې وه، خو په ځينو سیمو کې ځايي چارواکو پر هر ډول لاریونونو او اعتراضونو بندیز لګولی وو.
د تحریک انصاف ګوند د لاهور څانګې مشر امتیاز شېخ (د اګسټ ۵مه نېټه) توره ورځ بللې او په وینا یې ملګري یې د احتجاج لپاره چمتو شوي وو، خو حکومت یې د ګوند شاوخوا ۳۰۰ غړي نیولي دي.
له دې سره سم، د راولپنډۍ سیمې د اډیاله نومي زندان چې پکې عمران خان بندي دی، په شاوخوا کې د اضافي امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.