د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د وزیرانو شورا چې د سه شنبې په ماښام (د زمري په ۱۴مه) په نیوم ښار کې جوړه شوې وه، د فلسطین مسالې د سوله ییز حل او د دوو خپلواکو «فلسطین او اسراییل» هېوادونو د جوړېدو په تړاو په نیویارک کې د جوړ شوي نړۍوال کنفرانس پایلې مثبتې وارزولې.
د فلسطین د مسالې سوله ییز حل په تړاو نړۍوال کنفرانس د سعودي عربستان او فرانسې په ګډې مشرۍ سره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اډانه کې جوړه شوې وه.
د سعودي د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د وزیرانو شورا په خپله اونیزه غونډه کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره د بېلابېلو هېوادونو له لوري د نېټو له اعلانېدو هرکلی وکړ او د دغې شورا غړو دغه بدلونونه د نړۍوال مشروعیت ښکارندوی وباله.
د سعودي عربستان د وزیرانو شورا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې په یاد نړۍوال کنفرانس کې له صادر شوي سند څخه ملاتړ وکړي.
په دغه سند کې د حل لارې په توګه د دوو «فلسطین او اسراییل» هېوادونو د جوړېدو، د نړۍوالې سولې او امنیت د لا ټینګښت او د سیمې لپاره د ښې راتلونکې اړوند مسایل شامل دي.
له دې سره سم، سعودي عربستان له فلسطین هېواد او ملت څخه د هر اړخیز ملاتړ په دوام د سمندر او هوا له لارې د مرستو د دوام خبر ورکړ او د مسجدالاقصی پر وړاندې د اسراییلي چارواکو پر لپسې پاروونکي اقدامات هم په کلکه وغندل شول او همداراز له نړۍوالې ټولنې وغوښتل شول چې د دغه ډول کړنو چې د نړۍوالو قوانینو خلاف دي د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.