این بي سي نیوز: نتنیاهو غواړي چې غزه په بشپړ ډول اشغال کړي

۴ ساعتونه مخکې

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې «این بي سي» خبري شبکې ته یې لېږلې ویلي، نتنیاهو غواړي «د هغو سیمو په ګډون چې ښايي پکې برمته شوي کسان ساتل کېږي ټوله غزه اشغال کړي.»

دغه خبرپاڼه په عبري ژبه لیکل شوې ده او پکې کارول شوې کلمه هم د اشغال او هم د فتحې معناوې ورکوي.

«این بي سي نیوز» وایي چې د نتنیاهو دفتر تر اوسه د دغې شبکې له لوري د یادې کلمې د کره معنا او همداراز د راتلونکو اقداماتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه نه دي ویلي.

اسراییلي رسنیو هم راپور ورکړی چې نتنیاهو غواړي دغه «سیمه په بشپړه توګه اشغال کړي.»

د اسراییل ۱۲ کانال هم پرون د نتنیاهو د دفتر د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د اسراییل لومړی وزیر پر غزې پراخو بریدونو او د دغې سیمې بشپړې نیونې ته لېواله دی.

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، نتنیاهو د سې شنبې په ورځ په یوې محدودې امنیتي غونډه کې په غزه کې د راتلونکو عملیاتو په تړاو د کابینې له غړو سره خبرې کړې دي.

نتنیاهو د دوشبنې په ورځ ویلي وو چې په روانه اونۍ کې به د کابینې په امنیتي غونډه کې پوځ ته لارښوونه وکړي چې د حماس د ماتولو، د برمته شویو کسانو د راخوشې کولو او د اسراییل پر وړاندې د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

فایننشیل ټایمز ورځپاڼې هم د دوشنبې په ورځ د یوه اسراییلي چارواکي له قول لیکلي، د نتنیاهو حکومت له غزې ورهاخوا د نظامي عملیاتو د غځولو په موخه یې له امریکا سره خبرې روانې دي.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حماس په مشرۍ بریدونو چې له امله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول، په لومړي سر کې له اسراییل سره نړۍوالو خواخوږي وښوده خو په غزه کې د اسراییل د پوځ کړنې بیا د نړۍوالو له پراخې غندنې سره مخ شوې.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې تر اوسه په غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله د ۹۴ ماشومانو په ګډون ۱۸۸ کسان مړه شوي دي.

له دې سره سم، پر غزې د اسراییل د بمباریو او بریدونو له امله څه باندې ۶۱ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ زره نور ټپيان شوي دي.

د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د غزې ډېری اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او دمګړۍ دغه سیمه پر کنډواله بدله شوې ده.

نور خبرونه

رادیو