د مصر ولسمشر وايي، چې د اسراییل جګړه په غزه کې د دې لپاره روانه ده چې خلک وږې وساتل شي او د فلسطین قضیه په بشپړ ډول له منځه یوسي.
عبدالفتاح السیسي د اسراییل له خوا قومي پاکسازۍ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «مصر به اجازه ورنکړي چې دا د فلسطیني وګړو جبري کډالۍ دروازه شي.»
د اسراییل حکومت په ځانګړي ډول د دغه هېواد توندلاري وزیران غواړي، چې نړیوال هېوادونه په ځانګړي ډول عرب هېوادونه د غزې اوسېدونکي د کډوالو په توګه ومني.
دا پلان د دې هڅې په توګه ګڼل شوې چې اسراییل غواړي غزه له خپلو اصلي اوسېدونکو خالي کړي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) په قاهره کې د ویتنام له ولسمشر لونګ کوانګ سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «په غزه کې جګړه نور د سیاسي موخو د ترلاسه کولو یا د یرغمل شویو کسانو د ازادولو لپاره نه ده، بلکې دا جګړه د لوږې، نسل وژنې او د فلسطین موخې د له منځه وړلو لپاره ګرځیدلې ده،»
هغه ټینګار وکړ، چې په غزه کې میشت فلسطینیان د «سیستماتیک نسل وژنې» سره مخ دي.
د مصر ولسمشر دا هم وویل، چې د بشري مرستو له ۵ زره څخه زیات لارۍ اوس مهال د مصر په خاوره کې دي، چې غزې ته د ننوتلو لپاره چمتو دي، خو اسراییل د دوی د ننوتلو مخه نیولې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اسراییل سختې کلابندۍ د غزې ۲.۴ میلیونه نفوس د قحطۍ سره مخ کړی دی.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د ۹۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۸ کسان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
سربیره پردې، د اسراییل د برید له پیل راهیسې له ۶۱ زره څخه ډیر خلک وژل شوي او له ۱۵۰ زره څخه ډیر ټپیان شوي دي.
د دې سره ترڅنګ د می له ۲۷ راهیسې لږ تر لږه ۱،۵۶۸ کسان د اسراییلي ځواکونو لخوا وژل شوي او له ۱۱ زره ۲۳۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي.