ملګرو ملتونو تراوسه پاکستان ته د متقي د سفر معافیت نه دی صادر کړی

۲ ساعتونه مخکې

ټاکل شوې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر نن د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړي، خو دغه سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د معافیت نشتوالي له امله ځنډېدلی.

دا معافیت معمولا کوربه هېواد وړاندیزوي، خو داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه د متقي د سفر معافیت نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستان ته د امیرخان متقي سفر د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی، خو د دغو ستونزو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر نن ورځې پورې پاکستان ته د سفر په تړاو د امیرخان متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په لېست کې نه دی شامل کړی.

دا معافیت معمولا د کوربه هېواد له خوا وړاندیز کیږي، خو داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه پورې د سفر معافیت ترلاسه کولو لپاره اړینه رسمي غوښتنه نه ده وړاندې کړې او یا نه دی پرې بریالی شوی.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال لپاره د ملګرو ملتونود امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې ریاست هم پرغاړه لري.

د طالبانو هغه چارواکي چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل وي، د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې نشي کولای له معافیت پرته بهر ته سفر وکړي. دا معافیت یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له تایید وروسته او د مشخصو موخو لکه رسمي ناستو، سولې خبرو یا عاجلو درملنو لپاره ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امیرخان متقي تر دې وړاندې څو ځله د همدغې کمېټې له خوا د سفر معافیت ترلاسه کړی او بېلابېلو هېوادونو ته تللی دی.

د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۱۸مه، متقي ته د ترکیې په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره معافیت ورکړل شوی و. همداراز د می پر۱۶مه، نوموړي ته د چین په بیجینګ او چنګدو ښارونو کې د «لویدیځ چین نړیوال نندارتون» کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.

تر دې وړاندې د اپرېل پر۲۵مه هم د متقي لپاره قطر ته د سفر معافیت منظور شوی و، چې هلته یې له قطري چارواکو سره لیدنې درلودې. همداراز د مارچ پر۲۱مه سعودي ته د عمرې لپاره، د مارچ پر ۷مه عمان ته او د جنورۍ پر۲۶مه متحده عربي اماراتو ته د سفرونو لپاره معافیتونه ورکړل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ۱۹۸۸ کمېټې له خوا د سفر بندیزونو د معافیت وروستۍ پرېکړې د نورو طالب چارواکو لپاره هم شوې دي.

د اګست پر لومړۍ نېټه د عبدالسلام حنفي لپاره قطر ته د طبي درملنې په موخه د سفر معافیت صادر شوی دی. همداراز د جولای پر۱۱مه خیرالله خیرخواه ته روسیې ته د سفر اجازه ورکړل شوې او د جون پر۱۷مه بیا حنفي ته چین ته د سفر لپاره د بندیز معافیت ورکړل شوی.

تر اوسه د پاکستان او طالبانو رسمي سرچینو ددغه سفر د ځنډېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی.

نور خبرونه

رادیو