د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه به ایران د خپلو ملي ګټو او مصالحو پر بنسټ پرېکړه کوي. بقايي وايي، د ایران او پاکستان د هرې لیدنې یوه اساسي برخه به دا وي، چې له افغانستان سره څنګه د ثبات، امنیت او سوکالۍ په برخه کې مرسته وشي.
اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ، د زمري پر ۱۳مه، په تهران کې د یوې خبرې ناستې پرمهال ددې پوښتنې په ځواب کې، چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له سفر سره هممهاله د افغانستان په اړه کومه ګډه پرېکړه شوې او که نه او ایا د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه به پر ایران اغېز ولري؟ وویل، چې د حکومتونو او هېوادونو د رسمیت پېژندلو پرېکړې د هر هېواد مستقل حاکمیتي تصمیم دی.
اسماعیل بقايي وايي، ایران هم د همدغه اصل له مخې، د خپلې ملي پالیسۍ او ګټو پر بنسټ عمل کوي.
هغه زیاته کړه، « طبیعي ده چې د دوه ګاونډیو هېوادونو تر منځ هر ډول خبرې، په تېره بیا کله چې د یوه شریک ګاونډي موضوع مطرح وي؛ یو داسې هېواد چې له امنیتي، سیاسي یا انساني بحرانونو سره مخ دی، نو دغه موضوع به حتماً د اجنډا یوه برخه وي».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې ایران او پاکستان دواړه له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربهتوب کړی.
هغه زیاته کړه، چې افغانستان، ایران او پاکستان له یو بل سره ژور تاریخي، فرهنګي، تمدني او مذهبي اشتراکات لري او له همدې امله د افغانستان وضعیت د دواړو هېوادونو ګډه اندېښنه ده.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ایران او پاکستان د هرې لیدنې او خبرې یوه اساسي برخه به دا وي، چې له افغانستان سره څنګه د ثبات، امنیت او سوکالۍ په برخه کې مرسته وشي.