پر انځور بندیز؛ د طالبانو د هرات ولایت مقام هم د ساکښو انځورونو خپرول بندل کړل

۱۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له تېرو شلو ورځو راهیسې پر خپله اېکسپاڼه او ټولنیزو رسنیو د ساکښو انځورونو خپرول بند کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قانون له مخې په ټولو رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د تصویرونو خپرول منع دي.

د طالبانو د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر په خپله وروستۍ خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هرات والي اسلام جار په دغه ولایت کې د ایران له سرکونسل سره لیدلي دي خو ددې ناستې انځورونه یې نه دي خپاره کړي او یوازې د خپلې ډلې او ایران د بیرغونو انځورونه یې خپاره کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو او امربالمعروف وزارتونه لومړنۍ ادارې دي، چې په لومړیو کې یې د ساکښو انځورونو خپرول بند کړي دي.

همدراز د کندهار په ګډون په ګڼ شمېر ولایتونو کې د طالبانو مسوولینو هم د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

په یو شمېر ولایتونو کې ځايي خبریالان وايي چې پر انځورونو او ویډیوګانو د طالبانو د اختلافاتو شاهدان دي.

دوی زیاتوي ځینې طالب چارواکي په ولایتونو کې خبریالانو ته له کامرو سره بلنه ورکوي؛ خو ځینې نور یوازې د غږونو د ثبتولو اجازه ورکوي.

له دې وړاندې د افغانستان انټرنشنل د یو راپور پر بنسټ، د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون له مخې په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیز، د طالبانو په منځ کې نارضایتۍ راټوکولې دي.

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د حقاني د ډلې اړوند کسان چې ډیری تبلیغاتي مرکزونه ددوی له خوا اداره کیږي، پر رسنیو د بندیزونو مخالف دي.

نور خبرونه

رادیو