د پاکستان د غوښتنو پر وړاندې؛ د طالبانو دننه د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو ژور اختلافات دي

۳۸ دقيقې مخکې

پاکستان په وار، وار پر کابل له واکمنو طالبانو غوښتي، چې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي؛ خو د دې مسالې په تړاو د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات شته. ډان‌ ورځپاڼه کاږي، چې تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» د مهارولو کوم عملي څرک نه لیدل کېږي.

مقاله کې هم‌مهاله راغلي، چې په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت ترینګلی کېدونکی دی. همدا راز د ملګرو ملتونو تازه راپور ته هم اشاره شوې، چې له مخې یې د طالبانو ځینې غړي دې پایلې ته رسېدلي چې له «ټي‌ټي‌پي» سره د اړیکو دوام نه یوازې د افغانستان د کورني امنیت لپاره د زیان ‌وړ دی؛ بلکې د ټولې سیمې د ټیکاو لپاره هم خطرناک تمامېږي.

د دغه نظر کسان له خپل مشرتابه غواړي، چې له پاکستاني طالبانو څخه واټن واخلي او یوه روښانه تګلاره د دې ډلې د حضور او فعالیتونو په اړه خپله کړي.

خو ډان ورځپاڼه تحلیل کوي:« د طالبانو دننه د پرېکړو جوړښت داسې دی، چې د ځینو اصلاح‌طلبو یا احتیاطي غړو نظریات تر دې دمه د ډلې پر رسمي سیاست چندان اغېزه نه لري. له همدې امله، د پاکستاني طالبانو له تحریک سره همکاري او هغوی ته پناه ورکول لاهم دوام لري. یادې ډلې ته نه یوازې دا چې په افغانستان کې امن پټنځایونو برابر شوې؛ بلکې د لوژېستیکي او عملیاتي ملاتړ څخه هم برخمنه ده.»

مقاله وړاندې لیکي، «ټي‌ټي‌پي» نه یوازې له افغان طالبانو سره؛ بلکې له نورو ډلو لکه داعش خراسان او القاعدې سره هم اړیکې لري او دا حالت ښایي د سیمې په کچه د نوو ترهګریزو ټلوالو د رامنځته کېدو لامل شي.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو له لوري داعش خراسان یوه جدي سیمه‌ییزه او نړۍواله خطرناکه ډله بلل شوې او ډیورنډ کرښې ته نږدې یې مرکزونه او ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو روزنیز فعالیتونه له ګواښه ډک بلل شوي.

ډان لیکي، سره له دې چې د پاکستان دولت او د سیمې یوشمېر هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ مخه ډب کړئ؛ خو تر اوسه طالبانو کوم روښانه او پرېکنده اقدام د دغو ډلو د مهار لپاره نه‌ دی کړی.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې مېشت طالب چارواکي د اسلام‌اباد اندېښنو ته «ځواب ویوونکي ښکاري»؛ خو دغه وړاندوینه لا هم عملي پایلو ته نه‌دي رسېدلي.

د مقالې په پای کې ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا د «ټي‌ټي‌پي» او داعش خراسان ترهګرې ډلې سره د همکارۍ دوام نه یوازې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی؛ بلکې د ټولې سیمې ټیکاو او ان له هغې ور هاخوا ته هم ګواښ دی. اړتیا ده، چې د پاکستان دولت او نړۍواله ټولنه دغه ګواښ جدي وبولي او د ډېپلوماټیکو او سیاسي فشارونو له لارې طالبان اړ کړي؛ څو له دغو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

نور خبرونه

رادیو